یوه لسیزه کې د امریکا د سوداګرۍ کسر لوړې کچې ته رسیدلی

ټرمپ د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ ادعا کوي چې ډېری هېوادونه امریکا په 'تېغ وهي' او له دوی غواړي چې د امریکا په مالونو مالیه کمه کړي.

له نورو هېوادونو سره د امریکا سوداګرۍ کچه په تېره یوه لسیزه کې بېسارې ټیټه شوې ده.

دا ددې هېواد د ولمسشر ډونالډ ټرمپ د مالي کسر راکمولو طرحې لپاره ضربه بلل کیږي.

د مالي کسر راکمول د ټرمپ له مهمو سیاستونو و، خو په ۲۰۱۷ م کال کې د امریکا د صادارتو کچه تر وارداتو کمه وه او ددې هېواد د سوداګرۍ کسر ۶۲۱ میلیارده ډالرو ته ورسید.

ټرمپ ادعا کوي چې ډېری هېوادونه امریکا په 'تېغ وهي' او له دوی غواړي چې د امریکا په مالونو مالیه کمه کړي.

رسمي شمېرې ښيي چې که څه هم تېر کال له امریکا د توکو او خدمتونو صادراتو کچه ۱۴۸،۹ میلیارده ډالره لوړه شوې خو دې هېواد ته بیا د وارداتو کچه ۲۱۸ میلیارده ډالره کمه شوې ده.

له ۲۰۰۸ کال راهیسې د امریکا د سوداګرۍ کسر تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی، هغه کال چې امریکا او د نړۍ نور هېوادونه پکې مالي بحران سره مخ شوي وو.

تېره ډېسمبر میاشت کې هم د امریکا سوداګرۍ کسر ۵۹،۸ میلیاردو ډالرو ته ښتلی و چې دا هم په تېره لسیزه کې تر ټولو لوړه کچه یادیږي.

امریکا اوسمهال له چین سره په سوداګرۍ 'جګړه' کې ښکېل ده او دا لامل شوې چې دواړه هېوادونه د یو بل په مالونو تعرفې لوړې کړي.

امریکا ددې جنجال له پیل مخکې چین په 'بې انصافه' سوداګرۍ تورن کړی و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تر ټولو مخکې امریکا د ټرمپ شعار دی. هغه تېره ډېسمبر میاشت ځان د 'تعرفې سړی' بللی و.

په ورته وخت کې دواړه هېوادونه په دې برخه کې په مذاکراتو بوخت دي او تمه کیږي چې د مارچ د میاشتې تر پایه به سره هوکړه وکړي.

وروستۍ شمېرې ښيي چې د چین او مریکا ترمنځ د سوداګرۍ کسر تېرکال ۴۳،۶ میلیارده ډالرو ته رسیدلی او ددې هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ کچه ۴۱۹،۲ میلیارده ډالرو ته ټیټه شوې.

ددې لامل د امریکا لخوا د صادراتو کمول او له چینه د وارداتو ډېرول په ګوته شوي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ تېره ډېسمبر میاشت ځان د 'تعرفې سړی' بللی و او خبرداری یې ورکړ چې که امریکا او چین د سوداګرۍ په برخه کې یوې هوکړې ته ونه رسیږي، دی به یو کار حتما کوي.

په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا او اروپا ترمنځ سوداګري کسر ۱۷،۹ ته لوړ شوی او ټولټال سوداګري یې ۱۶۹،۳ میلیارده ډالرو ته ټیټه شوې چې ددې لامل هم له اروپا امریکا ته د وارداتو ډېریوالی یادیږي.