هغه ولسمشر چې خبرې نه کوي

  • 7 مارچ 2019 - 16 کب 1397
ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه شپږ کاله مخکې دماغي سکتې سره مخامخ شوی و. د انځور حقوق AFP
Image caption ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه شپږ کاله مخکې دماغي سکتې سره مخامخ شوی و او وروستی ځل یې خپلو هېوادوالو ته ۲۰۱۴ کال کې وینا وکړه.

د الجزایر ډېرو اوسېدونکو لپاره سخته ده چې پوه شي، څنګه د دوی ۸۲ کلن ولسمشر چې په سختۍ سره خبرې او تګ کولای شي، د هېواد چارې چلوي.

ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه شپږ کاله مخکې دماغي سکتې سره مخامخ شوی و.

داسې حال کې چې ولسمشر بوتفلیقه د یکشنبې پر ورځ د نوملیکنې لپاره هم خپله نه و حاضر شوی، د ډېرو خلکو باور نه کېده چې نوموړي اپریل کې د پنځم ځل ټاکل کېدو لپاره بیا کاندید کېږي.

وروسته قهریدلي محصلین، استادان، وکیلان او ان ژورنالیستان له دې کبله لارو کوڅو ته وتلي وو چې وايي، د یوه غایب ولسمشر پرلپسې واکمنۍ منلو ته چمتو نه دي.

ډېرو سره داسې اندېښنه هم شته چې که له ۱۹۹۹ راهیسې د واک پر ګدۍ د ناست ولسمشر بوتفلیقه ځای ناستی و نه موندل شي، ښايي نوموړی کاري دفتر کې ساه ورکړي.

ولسمشر بوتفلیقه وروستی ځل ۲۰۱۴ کال کې د ټلویزیون پر پرده راڅرګند شو او په ټاکنو کې یې پر ده د باور کولو له کبله خلکو مننه وکړه.

الجزایر بدلون ته اړتیا لري

الجزایر ازموینو کې د نقل د مخنیوي لپاره انټرنېټ بند کړ

پر فیسبوک د لایکونو مین دوه کاله بندي شو

د نوموړي له قوله د داسې پلانونو یادونه شوې چې واک به ویشي، د اپوزیسون رول به پیاوړی کوي او د ازادیو او حقونو ورکړې ژمنه یې کړې.

که څه هم خپله ولسمشر ډېر وخت تر منځ کله نا کله لیدل کېږي او د دې څرګندونو کوم ثبوت هم نه شته، خو ځینې کسان دې ته په نرمښت سره د واک لېږدولو لپاره د پالیسۍ بدلون په نظر ګوري.

الجزایریان د بهرنیو میلمنو هرکلي په مناسبت کله نا کله ولسمشر بوتفلیقه پر دولتي ټلویزیون ویني.

۲۰۱۶ کال کې نوموړی د غونډو یوه تالار پرانیستي مراسمو کې داسې حال کې ولیدل شو چې د معلولینو لپاره پر ځانګړې ګرځنده څوکۍ ستړی ستومان، خو بیدار ناست و. ۲۰۱۸ کال کې بیا معلومه شوه چې د نوموړي ګوند له هغه په ټاکنو کې د کاندید کېدو غوښتنه کوي.

سره له دې چې نوموړي د ۲۰۱۴ کال له ټاکنو مخکې شخصاً کوم کمپاین نه و کړی، ټاکنو کې بریالی و او اوس یې هم کوم غښتلی سیال نه لیدل کېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption مظاهرینو د معلولینو لپاره د ځانګړې ګرځنده څوکۍ نښان له ولسشمر سره د مخالفت په توګه پورته کړی، ځکه ولسمشر دغسې څوکۍ کاروي

اپوزیسیون د ولسمشر مقابل کې د کاندید پر رامخکې کولو یوه خوله نه دی او دغه راز د پوځ په ګډون واکمن اشرافیه کې د ولسمشر عمر له ډېرېدو سره د سیاسي بدلون لپاره هڅه او هاند په کمېدو ښکاري.

د 'ازادۍ ملي جبهې ' په نامه واکمن اییتلاف په ۱۹۶۲ کال کې له فرانسې د الجزایر له خپلواکۍ تر لاسه کولو راهیسې د شمالي افریقا دغه هېواد کې واکمن دی.

ډېری الجزایریان د مشهورو سوداګرو او ځواکمنو پوځي جنرالانو هغې ټولګې ته چې د هېواد د چارو واګې یې لاس کې دي، د فرانسوي ژبې 'لي پوویور ' یا ځواک نوم کاروي.

اړونده مطالب