ایران؛ پلورنځي کې د واده وړاندیز نجلۍ او هلک زنداني کړل

  • 10 مارچ 2019 - 19 کب 1397
. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ایران عامه ځایونو کې د ښځو او سړو سره ګډېدل ممنوع دي.

ایراني پولیسو په شمالي اراک ښار کې یو ځوان او پېغله وروسته تر هغه نیولي، چې ځوان په یوه پلورنځي کې د لسګونه خلکو په مخ کې نجلۍ ته د واده وړاندیز وکړ.‌

پر خواله رسنیو هغه وېډیو خپره شوې ده چې ځوان په کې د ځوانانو او نجونو مخ کې نجلۍ ته د واده وړاندیز کوي، حاضر کسان د زړه په بڼه له ګلانو یوه جوړه شوې کړۍ کې چکچکې ورته کوي.

د نجلۍ له موافقې وروسته د خلکو چکچکو کې ځوان تر نجلۍ غاړه راتاووي، خو څه پوهېږي چې لږ وروسته د اسلامي شریعت د اصولو د سرغړونې په تور نیول کېږي.

د اراک د پولیسو مرستیال مشر محمود خلاجي فارس خبري اژانس ته ویلي "دواړه له عامه ادابو سرغړونه کړې او د فاسد لوېدیځ کلتور پایله کې اغېزمن شوي."

خو نجلۍ او هلک په ضمانت خوشي شوي.

دې پېښې پر خواله رسنیو د ایرانیانو ترمنځ ډېر بحثونه پارولي، ځینو یې ملاتړ کړی نورو بیا مخالفت.‌

یوه ټویټر کارن لیکلي: "دا مسکینان د دې پر ځای چې خوشحالي وکړي له زندانه په ژړا کې په ضمانت خوشي شوي."

بل بیا لیکلي: "له سپکاوي ډک عمل دی."

دا لومړی ځل نه دی چې د عامه ادابو د سرغړونې په تور ایران کې ځوانان نیول کېږي، تېر کال هم پر انټرنېټ د یوې داسې وېډیو له خپرېدو وروسته ځینې ځوانان ونیول شول، چې مشهد ښار کې یې ګډه نڅا کوله.

ورته مطالب