په هند کې د نړۍ تر ټولو سترو ټاکنو نېټه اعلان شوه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په هند کې رایې ورکولو په شرایطو برابر کسانو شمېر په اروپا او استرالیا کې د اوسیدونکو خلکو له شمېر نه ډېر دی.

د هند د انتخاباتو کمېسیون نن یکشنبه (د مارچ ۱۰مه) اعلان وکړ چې د عمومي ټاکنو له پاره رایې اچونه به د اپریل میاشتې په یولسمه نیټه پیل شي او په ۷ پړاونو کې به بشپړه شي او پایله به یې د مئ میاشتې په ۲۳مه اعلان شي.

د انتخاباتو د کمېسیون یوه چارواکي سنیل اروړا په ډیلي کې د دې اعلان پرمهال وویل چې رایه اچونه به د اپریل له یوولسمې نېټې نه د مئ میاشتې تر ۱۹ پورې دوام وکړي.

ښاغلي اروړا له خبریالانو سره په خبرو کې وویل ټولو سیاسي ګوندونو ته ویل شوي چې د انتخاباتي کمپاینونو پرمهال د هغو پوځیانو تصویرونه ونه کاروي چې اوس مهال برحاله خدمت کوي.

په هندوستان کې له ۹ سوو میلیونو ډېر کسان د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي او دوی به په ټاکلې موده کې د رایې اچونې په یو میلیون مرکزونو کې خپلې رایې وکاروي.

په هندوستان کې د رایې اچوونکو شمېر په اروپا او استرالیا کې د ټولو اوسیدونکو وګړو پرتله ډېر دی.

د هند تر ټولو سترې ټاکنې پیل شوې

هند ټاکنې- وروستي پړاو ته رایې کاروونه کېږي

د هند ټاکنې- نارېنډرا موډي د لومړي وزارت کانديدۍ ته د بي جې پي نوماند راڅرګند شوی

دا په نړۍ کې تر ټولو سترې ټاکنې دي.

د هندوستان په پارلمان کې ۵۴۳ څوکۍ دي چې د حکومت جوړولو له پاره د ۲۷۲ څوکیو ګټل لازمي دي.

په ۲۰۱۴ کال کې په هندوستان کې عمومي ټاکنو ته د ۴۶۴ سیاسي ګوندونو نه او په خپلواکه توګه ۸۲۵۰ تنه کاندیدان ولاړ وو.

اړونده مطالب