اسراییلۍ ممثله نتنیاهو ته: 'د ځان مینه ګاونډي ته هم ورکړه'

ګال او نتنیاهو د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګال ویلي دریځ یې پر کیڼ اړخي، ښي اړخي، یهودي، عربي، لادیني او مذهبي پورې تړاو نه لري

د 'سوپر اتله مېرمن' فلم اتلې او اسرائیلۍ ممثلې ګال ګادوت د اسرائیلو د یهوديتوب په اړه د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر څرګندونو غبرګون ښودلی.

د ''سوپر هېرو ښځه'' فلم اتلې ګال ګادوت او د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ترمنځ په اسرائیلو کې د عربي لږکیو د وضعیت په اړه اختلاف رامنځ ته شوی.

دغې اسرائیلۍ ممثلې ویلي: ''څومره چې ځان خوښوې، ګاونډی هم خوښ کړه''. نوموړې دا خبرې په راتلونکو ټاکنو کې د عربي ګوندونو د رول په تړاو د روانې لانجې په چوکاټ کې کړې دي.

دا لانجه وروسته تر هغه راپورته شوه چې د اسرائیلو لومړي وزیر وویل: ''دولتونه د خپلو ټولو وګړو لپاره نه وي''، چې اشاره یې هغو عربانو ته وه چې د هېواد د نفوس شاوخوا ۲۰ سلنه جوړوي.

هغه په خپلو خبرو کې د ''ملي دولت'' قانون تکیه کوله، چې تېر کال یې له تصویبېدو وروسته ډېرې لانجې راپورته شوې.

دغه قانون د اسرائیلو پارلمان (کنیسیت) کې د فلسطیني غړو غوسه راوپاروله. یاد قانون یهودانو ته د خپل برخلیک ټاکلو اجازه ورکوي او عبري ژبه تر عربي ژبې مخکې د دولت رسمي ژبه بولي.

پر انسټاګرام اختلاف څنګه پیل شول؟

د تېرې شنبې په ورځ اختلاف وروسته تر هغه پیل شو، چې اسرائیلۍ ممثلې او خبریالې روتیم سیلا په راتلونکو ټاکنو کې د عرب ګوندونو د رول په اړه د اسراییلو د کلتور وزیرې میري ریګیف پر څرګندونو نیوکه وکړه.

سیلا پر خپل انسټاګرام لیکلي وو ''له عربانو سره څه ستونزه ده؟''

''کله چې د حکومت یو بدبخته غړی خلکو ته ووايي چې اسرائیل د ټولو وګړو دولت دی او ټول خلک برابر پیدا شوي، ان عربان، دروز، همنوغي او ان کیڼ اړخي هم انسانان دي''.

پر دویمه ورځ نتنیاهو پر انسټاګرام د سیلا پر خبرو غبرګون وښود.

نتنیاهو یې په غبرګون کې لیکلي وو: ''زما ګرانې روتیم، اسرائیل د ټولو وګړو دولت نه دی. اسرائیل یوازې د یهودانو دولت دی''.

''لکه تا چې لیکلي، له عرب اسرائیلو سره کومه ستونزه نه شته. دوی هم زموږ په شان حقونه لري. د لیکود حکومت په عربي سکتور کې تر هر بل حکومت ډېره پانګونه کړې ده.''

د فرانسې خبري اژانس ویلي، نتنیاهو دا قضیه د وزیرانو شورا کې هم راپورته کړې او اسرائیل یې ''دیموکرات یهودي دولت بللی، چې د ټولو لپاره مساوي حقونه ورکوي، خو ملي دولت د ټولو وګړو لپاره نه دی، بلکې یوازې د یهودي ولس لپاره دی''.

د انځور حقوق AFP
Image caption نتنیاهو دا مهال راتلونکو ټاکنو ته د نوماندۍ سیالۍ کې د سپینې او ژیړې ټلوالې له موجودیت سره مخامخ دی چې مشري یې بنیي ګانټز کوي

ګال ګیدوت څه ویلي؟

ګال د سیلا له لیکنې دفاع کړې چې ویل کېږي د هغې نژدې ملګرې ده.

د فلمونو او انسټاګرام دغې اتلې، چې ۲۸٫۳ میلیون مینه وال لري، ویلي: ''دا چاره پر خبرو پورې تړلې، نه پر ښي اړخي او کیڼ اړخي، نه پر یهودي او نه عربي، نه لادیني او نه مذهبي، د سولې، برابرۍ او د یو او بل د منلو خبرې''.

ورته مطالب