ورځپاڼې: جعلي درمل هر کال ۲۵۰ زره ماشومان وژني

تاریختېر درمل د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption 'ګارډین' ورځپاڼه وايي، څېړنو ښودلې چې آن په ځینو داسې درملنو کې نور مواد لکه د پرېنټر رنګ لیدل شوي چې د ډېرو جدي ناروغیو د درملنې لپاره کارول کېږي.

'ګارډین' ورځپاڼه هغه خبرداری خپور کړی چې وایي جعلي درمل په نړۍ کې د ماشومانو ژوند ته لوی ګواښ دی او هر کال د ۲۵۰ زره ماشومانو ژوند اخلي.

ورځپاڼه لیکي، ډاکټرانو د مضره درملنو د مخنیوي لپاره د بېړنیو ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې. ورځپاڼه لیکي څېړنو ښودلې چې آن په ځینو داسې درملنو کې نور مواد لکه د پرېنټر رنګ لیدل شوي چې د ډېرو جدي ناروغیو د درملنې لپاره کارول کېږي.

ګارډین زیاتوي، دا ډول پېښې هغو هېوادونو کې ډېرې کېږي چې درملنو ته اړتیا ډېره، خو د درملو د کیفیت د کنټرول لپاره څار کمزوری دی. دا چاره د ورځپاڼې په وینا مافیايي ډلو ته لاره پرانیزي چې خپله ګټه پورته کړي.

نیویارک ټایمز لیکي ایران غواړي د امریکا له اقتصادي بندیزونو ځان وساتي او په عراق کې خپل کاروبار پراخ کړي.

شیعه مشران د ایران له لاسوهنې شکایت کوي

ورځپاڼه زیاتوي په نجف کې د شیعه مذهبي ځایونو د پراخولو پروژو له تمویل نیولې او بیا د عراق د کورنیو چارو د وزیر په توګه د داسې یو چا ټاکل کېدل چې د ایران خوښ دی ټول هغه څه دي چې ښيي په عراق کې د ایران رول مخ په پراخېدو دی.

نیویارک ټایمز زیاتوي، د عراق د تېرکال په ټاکنو کې اصلي ګټونکی ایران و ځکه د دې ټاکنو په پایله کې هغه ګوندونه د اصلي واکدارانو په توګه رامخې ته شول چې د ولسي پاڅون مشهورو ملېشو سره یې تړاو درلود او دا ملېشې هغه ډلې دی چې اکثره یې له ایران سره اړیکي لري.

ورځپاڼې د عراق د پارلمان د پخواني مشر محمود المشهداني هغه خبره راخیستې چې وايي ایران وړوکی خو عقل یې ډېر دی او امریکا ستره خو عقل یې وړوکی دی، خو ځینې شیعه مشران هم د ایران له لاسوهنې شکایت کوي او ورسره مخالف دی.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption ایران په دې نظر دی چې عراق د ایراني توکو لپاره تر ټولو ښه بازار دی

آیت الله البدري نیویارک ټایمز ته ویلي ایران د عراق په سیاسي کې لاسوهنه کوي خو اقتصادي برخه کې پانګونه نه کوي.

ورځپاڼه لیکي ایران په دې نظر دی چې عراق د ایراني توکو لپاره تر ټولو ښه بازار دی او غواړي له دغه هېواد سره د سوداګریزې راکړې ورکړې کجه په کال کې شل میلیارده ډالرو ته ورسوي.

بل هدف دا دی چې د عراق په سوداګرۍ د ایران ونډه پر چین او ترکیې هم زیاته شي.

ایرانیان له عراقه تنخاګانې اخلي

د پارلمان یوه بل غړي ویلي هغه څه چې ایران یې کوي هغه له عراقه قراردادونه تر لاسه کوي او د دې معنی دا ده چې ایرانیان به له عراقه خپلې تنخاګانې اخلي او په خپله په عراق کې د دندو پیداکولو لپاره پانګونه نه کوي.

د ایران مخالفین وايي، ایران غواړي له عراق سره خپله سوداګرۍ پراخه کړي او د امریکا له بندیزونو ځان خلاص کړي.

ترکۍ ورځپاڼې 'ډیلي صباح' د ملګرو ملتونو د بشري څارونکي هغه اندېښنه بدرګه کړې چې وايي که بنګلادیش ته له میانماره راغلي مسلمان کډوال خپل یوه ټاپو ته واستوي نو دا به کېدای شي د کډوالو یو بل ناورین رامنځته کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption بنګلادیش وايي دا کار ځکه کوي چې په کاکس بازار پنډغالي کې ګڼه ګوڼه ډېره زیاته ده.

ورځپاڼه لیکي، بنګلادیش غواړي ۲۳ زره روهنګي مسلمان کډوال یوه لرې پراته ټاپو ته ولېږدوي چې ویل کېږي د اوسېدو وړ نه دی. بنګلادیش وايي دا کار ځکه کوي چې په کاکس بازار پنډغالي کې ګڼه ګوڼه ډېره زیاته ده.

ډیلي صباح زیاتوي، ځینو مرستندویه ټولنو هم د بنګلادش له دې پرېکړې سره مخالفت کړی دوی اندېښنه ښودلې چې دا نوی ټاپو د توپانونو په مقابل کې ډېر زیانمنونکی دی او څو زره کسان نه شي کېدای په یوه وخت کې هلته خوندي ژوند ولري.