ځوانې ښځې د جعلي بیمې اخیستلو لپاره خپل لاس غوڅ کړی

اره
Image caption پولیس وايي د ښځې لاس غوڅولو لپاره څرخنده اره استعمال شوې ده. (فایل فوټو)

پولیسو هغه ځوانه ښځه نیولې چې د کورنۍ په مرسته یې د ارې په وسیله خپل لاس غوڅ کړی. ویل کېږي د سلوانیا دغې اوسېدونکې ښځې د بیمې (انشورنس) پیسو تر لاسه کولو لپاره جعلي عریضه چمتو کوله.

چارواکي وايي، که ثابته شي، دغه ښځه او کورنۍ یې تر اتو کلونو پورې زنداني کېدای شي.

پولیس وايي دا ورستیو کې دغې ښځې د ټپي کېدو لپاره د انشورنس بیمې پیسې تر لاسه کړې دي.

د تشناب پر کمود ناسته ښځه مار وچیچله

۳۲ کاله پخوا تښتول شوې ښځه بېرته وموندل شوه

ډاکټر د نشې په حالت کې میندواره ښځه عملیات کړې

ویل کېږي دغې ښځې ته به د خپلې بیمې پالیسۍ له مخې د تاوان په توګه څلور سوه زره یورو ورکول کېدې او دغه راز به یې هره میاشت هم ۳۰۰۰ یورو تر لاسه کولې.

د دغې ښځې د کورنۍ څلور غړي د کال لومړیو کې نیول شوي وو، خو دوه یې وروسته خوشي شول.

پولیس وايي، دوی په لوی لاس د دغې ښځې لاس پلازمېنه لیوبلیانا کې له مړونده لږ پورته پرې کړی دی.

د پولیسو په وینا د ښځې خپلوانو وروسته روغتون کې ډاکټرانو ته ویلي و، چې هغې د لښتو غوڅولو پر مهال لاس خوږ کړی دی.

د چارواکو په خبره، دوی غوڅ شوی لاس ځکه د پېښې ځای کې پرې ایښی و، چې ثابته شي معلولیت یې دایمي دی، خو پولیسو وروسته پرې شوی لاس هماغلته وموند.

اړونده مطالب