په هوايي ډګر کې د پاتې ماشوم لپاره الوتکه بېرته ستنه شوه

سعودي عرب د انځور حقوق Reuters
Image caption له پیلوټه دویم ځل د الوتکې ستنېدو لامل تایید غوښتل کېږي.

پر خواله رسنیو هغه ویډیويي کلیپ ډېر لاس پر لاس شوی، چې یو پیلوټ پکې پوښتنه کوي، کولای شي د یوه پاتې شوي ماشوم لپاره بېرته جده هوايي ډګر ته ستون شي.

دا غیر عادي پوښتنه د الوتکې له پورته کېدو څه ځنډ وروسته هغه مهال وشوه چې الوتکه کې یوې ناستې ښځې ته وریاد شول، ماشوم یې د سعودي جدې ښار ملک عبدالعزیز هوايي ډګر کې پاتې شوی دی.

لږ وروسته د هوايي چلند کنټرول ادارې له سعودي عربه مالیزیا ته پر لاره الوتکې ته بېرته د ستنېدو اجازه ورکړه.

د ګلف نیوز ورځپاڼې رپوټ کې ویل شوي، الوتکه کې ناستې ښځې له الوت ښه ځنډ وروسته پام شو، چې ماشوم یې د هوايي ډګر اسنادو ارزونې برخه کې پاتې شوی دی.

ښځې د سعودي عرب هوايي چلند ۸۳۲ شمېرې الوتکې عملې ته وویل چې ماشوم یې هوايي ډګر کې پاتې شوی او له هغه وروسته الوتکه بېرته هوايي ډګر ته ستنه شوه.

په ویډیويي کلیپ کې د پیلوټ غږ اورېدل کېږي، چې هوايي ترافیک کنټرولونکو سره خبرې کوي، او هوايي ډګر ته بېرته د ستنېدو اجازه غواړي.

په کنټرول خونه کې ناست کسان له پیلوټه د الوتنې شمېره اخلي او خپل منځ کې د رسمیاتو په تړاو خبرې کوي.

د کنټرول خونې یوه مسوول کس غږ اورېدل کېږي چې وايي: ''الوتنه د بېرته ستنېدو اجازه غواړي، ځکه له یوې ښځې په انتظار خونه کې خپل ماشوم پاتې شوی دی. ''

له پیلوټه دویم ځل د الوتکې ستنېدو لامل تایید غوښتل کېږي.

پیلوټ ځواب ورکوي: ''موږ تاسې ته وویل، یوې ښځې په هوايي ډګر کې ماشوم پاتې شوی او هغه نه غواړي سفر ته دوام ورکړي. ''

وروسته له کنټرول خونې پیلوټ ته ویل کېږي، ښه ده، بېرته راوګرځه، دا زموږ لپاره بې ساري پېښه ده. ''