'د داعش له وروستي مورچله وتلې ځینې ښځې د ډبرو ګوزارونه کوي'

داعش
Image caption هغه شېبه چې داعښ ښځو پر جیوان عابدي او همکارانو یې برید وکړ

داسې حال کې چې سوریه کې د اسلامي دولت نومې ډلې داعش پر ضد جګړه وروستي پړاو ته نژدې کېږي، د بي بي سي جیوان عابدي په خپل تازه رپوټ کې وايي، د دغې ډلې ښځې او هغه ملاتړي چې سیمه یې پرې ايښي لا هم قهریدلي ښکاري.

د سوریې باغوز کلي ته څېرمه دغه خړ پړ او په کمپلو پوښلی پنډغالی د داعش ډلې له هغو تور رنګه تازه بېرغونو لږ لرې موقعیت لري، چې دوی یوه ورځ مخکې په کلي کې پاتې وسله والو د جګړې اوږدولو د اعلان په توګه پورته کړي دي.

د سوریې دیموکراتیک ځواک 'ایس ډي ایف ' چې د امریکایانو ملاتړ ورسره دی، یوه سرتېري د دې بېرغونو په تړاو وویل:

''د دې معانا دا ده چې دوی جګړه کوي. ''

او له هغه پوره ۲۴ ساعته وروسته د څو ورځو هغه اوربند پای کې جګړه بیا پیل شوه، چې په په بهیر کې یې ۱۲۰۰۰ کسان له محاصره کلي ووتل.

د انځور حقوق AFP
Image caption وسله والو د سوریې کوچني کلي باغوز کې خپل بیرغ پورته کړی دی

تېره اونۍ یوه ورځ ګهیځ وختي له ۲۰ ډېرې لارۍ د زغره والو همويي ګاډو په بدرګه د داعش وسله والو او د دوی د خپلوانو ایستلو لپاره کلي ته ننوتل.

د ګاډو له راوتلو وروسته تر هغې دښتې پورې ورسره وم چې راوتلي کسان تالاشي شول، ووېشل شول او د ایس ډي ایف ځواکونو تر څار لاندې پنډغالي ته ولېږدول شول.

یوه پوځي راته وویل چې د ایستل شویو کسانو شمېر ۷۰۰۰ ته رسېده، چې پر مخونو یې لوږه او غوسه له ورایه ښکاریدل.

سوریه کې د داعش "تر ټولو خطرناکه فرانسوۍ" ناوې وژل شوې

داعشۍ ناوې باید په هالنډ کې ژوند وکړي

سوریه کې د داعش پروړاندې 'وروستۍ جګړه' پیل شوې

هغسې چې له دوی سره د خبرو لپاره له کمرې سره ورغلم، یو شمېر داعش ښځو برید راباندې وکړ، په ډبرو یې وویشتم او د تشو بوتلونو ګوزارونه یې راباندې وکړل.

د انځور حقوق AFP
Image caption د داعش وسله والو ډېرې ښځې ګواښ کوي چې ماشومان به د جهاد لپاره لوی کړي

دوی ویل:

''ځه د وروڼو تصویرونه واخله، دلته مه راځه، ځه. ووځه. ورشه د دوی فلمونه ثبت کړه، موږ د اسلامي دولت ښځې یو، الله اکبر، الله اکبر. ''

څو اونۍ مخکې د ایس ډي ایف مسوولینو د اټکل له مخې په باغوز کې د داعش پاتې کسانو شمېر د ۱۵۰۰ او دوه زره کسانو تر منځ یاداوه، خو یوازې دوو ورځو کې ۹۰۰۰ کسان پکې شامل شول.

سوریه کې د داعش تر کنټرول لاندې سیمه ښايي خورا لږ پاتې وي، خو په هغو کسانو کې چې وتلي د دغې ډلې مفکوره لا هم ډېره غښتلې ښکاري.

هغه ښځې چې ما ولیدې ډېرو یې د خونړۍ جګړو ګواښونه کول. دوی ویل ماشومان به لوی کړي چې جهادي جګړه وکړي.

له باغوز کلي راوتلیو کسانو کې مې د دوو ماشومانو مور عابده هم ولیده چې ایزدۍ ده او ۲۰۱۴ کال کې د شمالي عراق سنجار پر یوه کلي د داعش ډلې له برید وروسته د وینځې په توګه دغه ځای ته راوستل شوې وه.

د دغې ښځې مېړه هم په هغو سلګونو کسانو کې شامل و، چې داعش وسله والو سنجار کې وژلي وو. عابده وايي د مراکش یوه اوسېدونکي داعش وسله وال وینځه کړې وه، وهله ټکوله یې او جنسي تېری یې پرې کاوه.

دغه سړی د هغې د دوه کلن ماشوم پلار دی.

عابدې راته وویل:

''واده مې ورسره کړی و، کله چې به نور څوک نه وو، بد چلند یې راسره کاوه، خو د خلکو مخکې یې راسره رویه سمه وه. ''

عابده وايي، وروسته هغه سړی ومړ او له لارښوونې سره سم یې د مراکش یوه بل اوسېدونکي داعش وسله وال ته وسپارله، چې احمد نومیده.

Image caption عابده له هغو ایزدۍ ښځو یوه ده چې داعش وسله والو د وینځو په توګه ساتلې او جنسي تېری یې پرې کاوه

احمد تېره اونۍ ایس ډي ایف ځواکونو ته تسلیم شوی او له عابدې سره له بد چلند کولو یې انکار کړی دی.

له باغوزه وتلي ډېری کسان چې له بهره سوریې ته ورغلي داعش وسله وال او کورنۍ یې هم پکې شامل دي اوس د ایس ډي ایف تر کنترول لاندې کمپ 'الحول ' کې اوسي چې د سوریې شمال ختیځ کې چمتو شوی دی.

دغه کمپ د ۲۰ زره کسانو اوسېدو لپاره چمتو شوی دی، خو اوس ملګري ملتونه وايي د کمپ حالت ځکه سخت دی چې له ۶۶ زره هم ډېر کسان پکې یو ځای شوي دي.

په نړیواله کچه د یوه اسلامي خلافت رامنځته کېدو خوب داسې حال کې په شړېدو ښکاري چې د ډلې ډېری مشران یا خو اتحادي او یا ایس ډي ایف ځواکونو نیولي او یا ورک دي.

Image caption له باغوزه وتلي سړي له ښځو جلا کړل شوي او شمال ته لېږدول شوي دي

د امریکايي ځانګړو ځواکونو او ایس ډي ایف له لوري د دغې ډلې سلګونه نیول شوي کسان داسې ځای کې کتارونو کې ناست لیدل کېږي، چې خبریالان ورځي او دغه کسان له پوښتنو ګروېږنو وروسته توقیف ځایونو او د کرد ځواکونو تر کنټرول لاندې زندانونو ته لېږدول کېږي.

د هغه خلافت له لاسه ورکولو وروسته چې دوی یې خپله اعلان کړی و، د یوې سارا په منځ کې د دغو ناستو داعش جنګیالو پر مخونو خواشیني، غوسه او غم له ورایه ښکاري. دوی له خپلو ښځو او ماشومانو لرې توقیف ځایونو ته لېږدول کېدو ته انتظار کوي.