ورځپاڼې: ایا افغانستان کې سوله کېدونکې ده؟

خلیلزاد او ملا برادر د انځور حقوق .

امريکا کې چاپېدونکې 'واشنگټن اېگزماينر ' مجله په یوه لیکنه کې پوښتنه کوي، آيا افغانستان کې سوله کېدونکې ده؟ ليکوال وايي، د امريکا لپاره ښايي کېدونکې وي، خو په وینا یې د افغانانو لپاره ښايي جگړه دوام وکړي.

ليکوال که څه هم زلمى خليلزاد د سولې خبرو لپاره ډېر وړ کس بولي او په آند یې ولسمشر ټرمپ د دغو خبرو لپاره تر ښاغلي خليلزاد بل مناسب کس نه شواى موندلى، خو زياتوي، ان تر ټولو غوره مرکچي به هم دا وړتيا و نه لري چې افغان جگړه کې ښکېلې غاړې د خپلو ژمنو پلي کولو ته اړ کړي.

ورځپاڼې: د امریکایانو وتل؛ شپږ میاشتو که درېیو کلونو کې؟

د سولې خبرې: خلیلزاد وايي، 'له لوړو ژورو سره مو پرمختګ وکړ'

ليکوال تېر ته په اشارې سره وايي، افغانستان داسې ځاى دى چې تړونونه په کې سوځول شوي هم دي.

د سولې اوسني روان بهير په تړاو ليکوال له افغان حکومت سره د مخامخو خبرو پر وړاندې د طالبانو ټينگ مقاومت ته اشاره کوي او وايي، که طالبان له ولسمشر غني سره له خبرو ډډه وکړي او يا امريکا و نه توانېږي چې ولسمشر غني ته دا قناعت ورکړي چې خپله مرکچي ډله پراخه او طالبانو سره خبرو لپاره د منځ يوه لاره خپله کړي، نو د لیکوال په وینا دغه ټول ډيپلوماټيک بهير به ړنگ شي.

اکانومک ټايمز مجلې امريکا کې د اسيا ټولنې بنسټ ته د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب څرگندونې مهمې بللي او وايي، نوموړي پر پاکستان تور پورې کړ چې د ملگرو ملتونو د ملي امنيت شورا پر وړاندې پر خپلو ژمنو نه دى درېدلى او پر خپلې خاورې يې ترهگرو ته پرانيستى لاس ورکړى دی.

ورځپاڼې د ښاغلي محب وينا یوه برخه راخيستې چې وايي، 'تر هغه چې موږ د گام پورته کولو لپاره د پاکستان هوډ و نه وينو نور يې پر خبرو باور نه کوو. '

ښاغلى محب ويلي 'هغوى تل ډېر ښه وي، د ورورولۍ او تاريخي تړاوونو خبرې کوي خو بيا موږ ترهگرو وينو چې زموږ لوري ته راځي او هېڅ ورورولي نه وي. '

خو پاکستان تل ويلي چې دوى افغانستان کې ثبات ته ژمن دي او افغانستان کې کراري د دوى په گټه ده.

ورځپاڼې د ښاغلي محب دا خبرې هم منعکس کړې چې وايي، پاکستان يې د سوداگرۍ لارې هم تړلې وې او افغانستان اوس نورې بديلې لارې موندلې دي.

د انځور حقوق .

'انډيا ټوډې ' ورځپاڼې د افغان کرېکټ لوبغاړو محمد شهزاد او حشمت الله شهيدي هغه څرگندونې اخيستې چې وايي، 'نړيوال دې له خوبه را پاڅي، ځکه افغانستان در روان دى. '

ورځپاڼه وايي، دغه دواړه افغان لوبغاړي داسې احساس کوي چې افغان لوبډلې د ٢٠١٩ م کال نړېوالې اتلولۍ لپاره ښه چمتوالى کړى، نو ځکه خبردارى ورکوي چې د دوى سيالان دې احتياط وکړي.

محمد شهزاد او حشمت الله شهيدي ورځپاڼې ته ويلي په ٢٠١٥ م کال کې به خلکو ويل، نړیوالو اتلولیو کې گډون د افغانستان لپاره وياړ دى، خو په خبره یې اوس هغه وخت نه دى، بلکې موږ اوس له تجربه کارو لوبغاړو سره د لوبې ډگر کې کېوځو.