ورځپاڼې: د افغانستان په باب له ملي امنیت سره د ټرمپ پټه غونډه

ټرمپ د انځور حقوق Getty Images
Image caption ورځپاڼه وايي دا غونډه د پنټاگون په يوۀ خوندي خونه کې چې "ټانک" نومېږي د مرستيال ولسمشر مايک پنس، بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو، د سي. آى. اې مشره جينا هسپېل، د ملي امنيت سلاکار جان بولټن او ځينو نورو امنيتي چارواکو په گډون جوړه شوې وه.

واشنگټن پوست د اسوشېټد پرېس خبرې آژانس د يوۀ رپوټ پر بنسټ ليکلي چې ولسمشر ټرمپ پرون د افغانستان په تړاو د خپل ملي امنيت ډلې سره يو ساعته سري يا پټه غونډه درلوده.

ورځپاڼه وايي، دا غونډه يوه ورځ وروسته له هغه جوړه شوه چې يوۀ افغان لوړ پوړي چارواکي په څرگنده شکايت وکړ چې له طالبانو سره د خبرو اترو په تړاو افغان حکومت ته کافي مالومات نه ورکول کېږي.

ورځپاڼه وايي دا غونډه د پنټاگون په يوۀ خوندي خونه کې چې "ټانک" نومېږي د مرستيال ولسمشر مايک پنس، بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو، د سي. آى. اې مشره جينا هسپېل، د ملي امنيت سلاکار جان بولټن او ځينو نورو امنيتي چارواکو په گډون جوړه شوې وه.

د سپينې ماڼۍ يوۀ چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي ويلي دي چې دا غونډه د افغانستان په تړاو د مالوماتو شريکولو غونډه وه.

فايننشل ټايمز ورځپاڼې د امريکا له لوري د جرمونو نړيوالې محکمې پر پلټونکو د ويزو نويو محدوديتونو ته په اشاره وايي دا محدوديتونه پر هغو وگړو پلي کېږي چې د امريکا د پوځي چلند د څرنگوالي په تړاو گام اخلي او يا يې وار له مخه اقدام کړى او يا د نورو پلټنو غوښتنه کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ډونلډ‌ ټرمپ حکومت د تېر کال سپټمبر میاشت کې ویلي وو، که د جرمونو نړیواله محکمه وغواړي په افغانستان کې د جنګي جرمونو تورونه وڅېړي، د دغې محکمې ارزوونکو ته به امریکا ته د ننوتلو اجازه ور نه کړي

د جرمونو نړيوالې محکمې په ٢٠١٧ م کال کې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د چلند په تړاو د پلټنو غوښتنه کړې وه. د ورځپاڼې په وينا د دغو محدوديتونو موخه دا ده چې د امريکا او د اسراييلو په گډون د امريکا د متحدينو په تړاو د هغوى له رضايت پرته د پلټنو مخنيوى وشي

ورځپاڼه وايي امريکا په هالند کې د جرمونو مېشته نړيواله محکمه خپلې ملي واکمنۍ يا حاکميت ته د يوۀ گواښ په سترگه کتلې. ورځپاڼې د امريکا د ملي امنيت سلاکار پخوانيو څرگندونو ته هم اشاره کړې چې ويلي و د اى. سي. سي يا جرمونو د نړيوالو محکمې د غړو ويزې به باطلې کړي که دوى افغانستان کې د امريکايي ځواکونو په اړه د جنگي جنايتونو د ادعاو په تړاو پلټنې وکړي.

خو ورځپاڼط د بشري حقونو د څار ادارې د مشر ريچارډ دېکر څرگندونې هم اخيستې چې وايي د ويزو بنديز په سپين سترگې د قاضيانو د ويرولو هڅه او د امريکا پر کړنو د څار مخنيوى دى.

برتانوۍ گارډين ورځپاڼې پاکستان کې د ښځو يوې احتجاجي غونډې په تړاو يو مطلب خپور کړى چې په دغه هېواد کې ښځو سره د توپيري چلند او د پت په نامه وژنو پر ضد جوړه شوې وه.

د انځور حقوق .
Image caption پاکستاني مېرمنې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي مبارزه کوي

ورځپاڼه وايي خو ځينو په پاکستان دا غونډه د اسلامي ارزښتونو خلاف بللې او لږ تر لږه اووۀ تنو ښځو ورځپاڼې ته ويلي چې په لاهور کې له دغې احتجاجي غونډې وروسته د خواله رسنيو له لارې ورته فزيکي او د جنسي تېري گواښونه شوي دي.

ورځپاڼه وايي د پاکستان د بشري حقونو د کميسيون د وينا پر بنسټ هر کال شاوخوا ٥٠٠ ښځې له پت د دفاع په نامه د خپلو کورنيو له لوري وژل کېږي.

ورته مطالب