د مایکل جکسن لور: 'له پلاره دفاع زما مسؤولیت نه دی'

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شل کلنه پاریس چې د مایکل جکسن له درې اولادونو دویمه ده

اوڅارې سندرغاړې او د مایکل جکسن لور پاریس جکسن ویلي، دا مسؤولیت نه لري چې په ښکاره یې پر خپل پلار د ماشومانو د جنسي ځورونې په تړاو دفاع وکړي.

نژدې دوه اونۍ وړاندې د 'نېورلنډ' په نوم یو مستند خپور شو چې په هغې کې دوه کسان ادعا کوي د ماشومتوب پر مهال کله چې له اوو تر لسو کلونو وو، مایکل جکسن په کراتو له جنسي پلوه ځورولي دي.

پاریس جکسن په یوه ټویټ کې دغه مستند ته په غبرګون کې وویل، "داسې څه نشته چې زه یې ووایم، ټول څه په دې اړه له وړاندې ویل شوي دي."

هغې دا هم وویل، د پلار د حیثیت د اعادې په پار یې د کورنۍ له هلو ځلو ملاتړ کوي.

شل کلنه پاریس چې د مایکل جکسن له درې اولادونو دویمه ده، د خپل پلار پلویانو ته وویل، 'د عصباني کېدو پر ځای ارامي غوره کړئ، ددغو ادعاوو په اړه لږ چرت ووهې."

د 'نېورلنډ' په دغه مستند کې د ۳۶ کلن وید رابسن او ۴۰ کلن جیمز سیفچاک وايي، کلونه د مایکل جکسون لخوا جنسي ځورول شوي دي.

که څه هم د مایکل جکسن کورنۍ دغه ټولې ادعاوې رد کړې، خو د اسټرالیا او کاناډا په یو شمېر راډیوګانو کې د جکسن سندرې په تور لیست کې اچول شوې دي.

ورته مطالب