د نیوزیلنډ جوماتونو کې وژل شوي څوک دي؟

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د نیوزیلنډ جوماتونو برید سترګو ليدلی حال

اسټرالیا کې د افغانستان سفیر وحیدالله ویسي چې د نیوزیلنډ لپاره هم د افغانستان غیر مقیم سفیر دی، تایید کړې چې د نیوزیلنډ کرایسټ چرچ ښار کې د جمعې پر ورځ پر دوو جوماتونو برید کې دوه افغانان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

له وژل شویو څخه یو لومړنی کس چې نوم یې معلوم شو، یو افغان دی چې داود نبي نومېږي او ویل کېږي، چې د برید پر مهال یې د نورو خلکو ژغورنې لپاره ځان سپر کړی و.

ښاغلی نبي ۱۹۸۰ کلونو کې افغانستان ته د شوروي ځواکونو له ننوتو وروسته له کورنۍ سره نیوزیلنډ ته تللی و. دی انجنیر و، خو نیوزیلنډ کې یې د افغانانو یوې ټولنې مشري هم کوله. دې ټولنې له کډوالو او اړو کسانو سره سره مرسته کوله.

د نیوزیلنډ مشکوک بریدګر محکمې ته وړاندې شوی

"سلام وروره"؛ نیوزیلنډ کې بریدګر ته د قرباني شوي پیغام

د داود نبي زوی عمر نبي بي بي سي ته ويلي دي چې پلار به یې د هر چا مرستې ته راوړاندې کېده:

''پلار مې له لومړنیو مسلمانانو و چې نیوزیلنډ ته راغلی و او له کډوالو سره یې د مرستې لپاره یو جومات پرانیست. ده به کډوالو ته وړیا جامې، خواړه او د اړتیا وړ نور څېزونه ورکول. ده به دا ټولې مرستې وړیا کولې. ''

د انځور حقوق .
Image caption ۷۰ کلن متقاعد انجنر محمد داود نبي لومړنی

تر اوسه پورې تایید شوې ده، چې په وژل شویو کې د افغانستان په ګډون د اندونیزیا، پاکستان اردن، بنګله دېش، هندوستان او سوریې مسلمانان شامل دي.

د یوه پاکستاني سړي ورور چې د جمعې پر ورځ د نیوزیلنډ یوه جومات برید کې وژل شوی دی، بي بي سي ته وویل، پر خپل ورور ویاړي چې له زوی سره یو ځای یې له وژل کېدو مخکې د بریدګر کابو کولو هڅه کړې.

خورشید عالم وايي:

''کاشکې زه هم د هغه په څېر وژل شوی وای. ''

۵۰ کلن نعیم راشد او زوی یې ۲۱ کلن طلحه له ۲۰۱۰ راهیسې نیوزیلنډ کې اوسېدل. ښاغلی راشد پر خواله رسنیو د هغې ویډیو له خپرېدو وروسته د اتل په توګه یاد شو، چې نوموړی پکې ظاهراً داسې حال کې لیدل کېږي، چې له وژل کېدو مخکې په النور جومات کې د بریدګر کابو کولو کوښښ کوي.

Image caption د وژل شوي نعیم راشد ورور خورشید عالم وايي، د ورور پر مړینه ویاړي

د هغه ورور خورشید عالم د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې د بي بي سي خبریال سکندر کرماني ته وویل:

''هغه ډېر زړور سړی و...له هلته شته کسانو مې واورېدل، عیني شاهدانو ویل، د بریدګر کابو کولو هڅه کې یې یو شمېر کسان له وژل کېدو وژغورل، کاشکې زه هم په داسې مرګ مړ وای. ''

نوموړی زیاتوي که څه هم ځینې خلک یې ورور د اتل په څېر یادوي، خو په وینا یې:

''زموږ لپاره یې د غم پیټی خورا دروند دی، دا زموږ لپاره اوس ویاړ دی، خو غمجن هم یو، دا داسې ده لکه د یو چا مټ غوڅ شي. ''

ښاغلی عالم زیاتوي '' ترهګر مذهب نه لري، د دغو لیونیانو مخه باید ونیول شي. ''

د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې جاسندا اردیرن د کرایسټ چرچ ښار په دوو جوماتونو کې د برید قربانیانو له کورنیو سره لیدلي او په روغتونونو کې یې د ژوبلو کسانو پوښتنه کړې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نیوزیلنډ په لر او بر کې پر جوماتونو د برید قربانیانو له خپلوانو سره د خواخوږۍ غونډې شوې

د ۱۱ ژوبلو کسانو روغتیايي وضعیت اوس هم سخت بلل کېږي.

نوموړې ځايي مسلمانانو ته وینا کې وویل:

''ټول نیوزیلنډ په دغه غمیزه کې شریک دی او زه د نیوزیلنډ په استازیتوب د مینې او مرستې پیغام استوم. ''

پرون د جمعې لمانځه پر مهال د نیوزیلنډ دوو جوماتونو کې د برید پر مهال ۴۹ کسان ووژل شول. ۲۸ کلن اسټرالیایی برینټون ټارانټ چې ځان سپین برتر سپین پوټکی بولي په یوه وژنه تورن شوی دی.

نوموړی د شنبې پر ورځ داسې حال کې محکمې ته راوستل شو، چې د زندانیانو ځانګړی سپین کمیس یې اغوستی و، لاسونه یې ولچک یا هتکړیو کې تړلي وو او د خبریالانو کمرو ته موسکی شو.

تمه کېږي چې د نوموړي خلاف به نور تورونه هم ثبت شي. نوموړی به د اپریل پر پنځمه یو ځل بیا محکمې ته وړاندې کړل شي.

د محکمې قاضي امر وکړ چې باید په عسکونو او فلمونو کې د نوموړي څېره غیر واضح شي، چې د شفافې محکمې حق یې خوندي وساتل شي. دې لړ کې دوه نور کسان هم نیول شوي دي او د نیول شویو کسانو کوم مخکینی جرمي ریکارډ نه شته.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption لومړۍ وزیرې جاسندا اردرین د وژل شویو کسانو له خپلوانو سره لیدلي

بل لور ته ځايي پولیسو پر خپله ټویټر پاڼه له ځايي اوسېدونکو او عیني شاهدانو غوښتي د پېښې په تړاو هغه ټول معلومات ورسره شریک کړي، چې دوی یې لري.

د امنیتي ادارو په خبره پر جوماتونو بریدونو کې ۴۹ کسان وژل شوي دي، خو تر اوسه یې نومونه نه دي یاد شوي.

خو د نیوزیلنډ سره صلیب ټولنې پر خپله وېبپاڼه د بې درکه کسانو یو نوملړ خپور کړی، چې د افغانانو، سعودیانو، پاکستانیانو، بنګله دېشیانو او ځینې نورو عربي هېوادونو د اوسېدونکو نومونه پکې شامل دي.

بل لور ته پاکستاني چارواکو ویلي، د نیوزیلنډ دوو جوماتونو کې د ترهګریز برید پایله کې تر اوسه د شپږو پاکستانیانو وژل کېدل تایید شوي دي.

چارواکي وايي، درې پاکستانیان اوس هم بې درکه دي، چې یوه ښځه ده.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل د وژل شویو کسانو نومونه سهیل شاهد، سید جهانداد علي، سید اریب، محبوب هارون، نعیم رشید او طلحه نعیم یاد کړي دي.