'ایران یو پخوانی امریکایی پوځي په ۱۰ کالو بند محکوم کړی'

مایکل وایټ د انځور حقوق CBS
Image caption لکه څرنګه چې د هغه مور نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، زوی یې ایران ته د خپلې ملګرې د لیدو لپاره تللی و.

د پخواني امریکايي پوځي مایکل وایټ، چې په ایران کې بندي دی، وکیل وايي موکل یې په لسو کلونو بند محکوم شوی. وکیل مارک زید چې امریکا کې دی وايي موکل یې ایت الله خامنه ای ته د سپکاوي په تور مجرم پېژندل شوی.

تر اوسه د ایران قضايي چارواکو د دغه امریکايي د بند په اړه څه نه دي ویلي.

وکیل د خپل موکل د تورونو په اړه ویلي، د لومړي تور په اړه هغه ته نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

پر هغه بل تور دا دی چې له یوې ښځې سره یې پر انټرنېټ عکس خپور شوی.

مارک زید په امریکا کې د مایکل وایټ د کورنۍ له خوا امریکا کې د هغه د قضیې د څارلو لپاره ګمارل شوی.

د ښاغلي وایټ د کورنۍ په وینا، د دې قضیې په اړه معلومات د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا ورکړل شوي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په تهران کې د سویس د سفارت له لارې دې قضیې ته لاسرسی موندلی.

ایران په مشهد کې د مایکل وایټ نیول کېدل منلي.

په ورته وخت کې د وایټ مور جان وایټ امریکا کې خبریالانو ته ویلي له زوی سره یې په زندان کې ناوړه چلند شوی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام اقسمي دا رپوټونه رد کړي دي.

د ایران او د امریکا د بهرنیو چارو وزارتونو ویلي، د دغه کس د شخصي حریم د ساتلو په موخه د دوسیې نور جزییات نه شي په ډاګه کولی.

د دغه امریکايي بندي وکیل ویلي، موکل ته یې په ایران کې د محکمې له خوا نیول شوی وکیل په انګلیسي ژبه خبرې نه شي کولی.

دی وايي، د ښاغلي وایټ کورنۍ هڅه کوي چې هغه ته یو ایرانی وکیل وټاکي او په صادر شوي حکم اعتراض وکړي.

د انځور حقوق NYTIMES/MICHAEL WITHE FAMILY
Image caption دا عکس د مایکل کورنۍ نیویارک ټایمز ته ورکړی

۴۶ کلن مایکل وایټ د کلیفورنیا ایالت اوسېدونکی دی. هغه د امریکا سمندري پوځ کې ۱۳ کاله خدمت کړی دی.

لکه څرنګه چې د هغه مور نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، زوی یې ایران ته د خپلې ملګرې د لیدو لپاره تللی و.

جان وایټ وايي، دا لومړی ځل نه دی چې هغه ایران ته سفر کوي او په پام کې وه چې د جولای پر ۲۷ مه هم د دوبۍ له لارې امریکا ته ستون شي.

دا لومړی امریکایی دی چې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال په ایران کې زنداني کېږي.

ورته مطالب