د نیوزیلنډ برید: "فېسبوک باید ځینې پوښتنې ځواب کړي"
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د نیوزیلنډ برید: "فېسبوک باید ځینې پوښتنې ځواب کړي"

د نیوزیلنډ په کرایست چرچ کې خلکو بله ورځ هم په ویر او یادونو تېره کړه. د دغه ښار له بېلا بېلو سیمو خلکو دغلته د جمعې ورځې د برید له مسلمانو قربانیانو سره خپلې خواخوږۍ ښودو ته راوتلي وو.

د دغه هېواد لومړۍ وزیره وايي فېسبوک باید ځینې پوښتنې ځواب کړي. دا ځکه چې بریدګر خپل برید په مخامخ ډول پر فېسبوک خپراوه. فېسبوک وايي د برید یو نیم میلیون ویډیو ګانې یې ډیلیټ یا پاکې کړې دي.

په پېښه کې د وژل شویو شمېر اوس ۵۰ ته پورته شوی دی.