چین د جیش محمد ډلې پر مشر د بندیز مخه ډب کړې

جیش محمد د انځور حقوق Getty Images
Image caption د مسعود اظهر په جیش محمد ډلې د دهلي د ۲۰۰۱ کال د برید تور هم دی.

چېن پر مسعود اظهر چې د پاکستان مېشتې جیش محمد ډلې مشر دی د بندیز مخه ډب کړه.

جیش محمد ډلې د هغه ځانمرګي برید پړه پر غاړه واخیسته چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یې پر پوځیانو برید وکړ او ۴۰ کسه یې ووژل.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه غوښتل شوي ول چې د مسعود اظهر شتمني کنګل کړي، پر تګ یې بندیز ولګوي او وسله پرې بنده کړي.

خو چین یو ځل بیا د دغه بندیز د ځنډولو غوښتنه کړې.

د چین په وینا دوی غواړي پوه شي او د دغې غوښتنې ټول اړخونه و ارزوي.

د بندیز ځنډول کېدی شي تر ۹ میاشتو وخت ونیسي، او دا به څلورم ځل وي چې چین دا کار کوي. چین د پاکستان ملاتړی دی او څو ځله یې د مسعود اظهر د ترهګر نومول کېدو او بندیز مخنیوی کړی.

له دې مخکې د هند حکومت له امریکا، برتانیا او فرانسې مننه کړې وه چې د دوی وړاندیز یې منلی او مسعود اظهر یې د بندیزونو لست ته ور اضافه کولو تکل کړی و.

هند په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو "دوی به له ټولو لارو کار واخلي او د ترهګرو مشران چې د دوی د خلکو په وژلو کې برخه لري له منځه یوسي. "

د چین له خوا د دغه ګام پر خلاف د هند مخالف سیاستوال راهول ګاندي په هندي لومړي وزیر نرېندرا مودي ټوکې کړې او هغه یې 'کمزوری ' بللی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption جیش محمد د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر پوځیانو برید وکړ او ۴۰ کسه یې ووژل.

جیش محمد ډله څوک ده؟

جیش محمد د 'محمد لښکر ' مانا لري.

مسعود اظهر دغه ډله وروسته له هغه جوړه کړه چې په ۱۹۹۹ کې هند خوشی کړ. دی یو له هغو درېیو کسانو و چې هند په افغانستان کې د خپلې برمته شوې هندي الوتکې په بدل کې را خوشي کړل.

انګېرل کېږي چې مسعود اظهر د طالبانو له پخواني مشر ملامحمد عمر او د القاعدې له مشر اسامه بن لادن سره هم په افغانستان کې هغه مهال کتلي وو.

هند جیش محمد په دهلي کې د هند پر پارلمان د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر پر برید هم تورنوي. خو جیش محمد دا ردوي.

جیش محمد رسماً په پاکستان کې له دغو بریدونو وروسته بند شو، خو دا ډله اوس هم فعاله ده او ځینې وختونه د (افضل ګورو ډله) د المرابطون او تحریک الفرقان نومونه کاروي.

د انځور حقوق AFP/Getty
Image caption د ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه غوښتل شوي ول چې د مسعود اظهر شتمني کنګل کړي، پر تګ یې بندیز ولګوي او وسله پرې بنده کړي.

د ۲۰۱۷ په ډسمبر کې د هندي پوځونو له لوري د نور محمد تانتري په نوم د جیش محمد یو قومندان ووژل شو چې دغې ډلې ته لوی ګوزار ګڼل کېږي.

سربېره پر دې چې هند تور لګوي پاکستان دغې دلې ته ځای ورکړی، جیش محمد همدارنګه په پاکستاني پوځي موخو هم بریدونه کړي، دوی په ۲۰۰۳ کې د پاکستان پر پخواني مشر پرویز مشرف هم برید وکړ چې ژوندی ترې ووت.

ورته مطالب