د قزاقستان ولسمشر له درې لسیزې واکمنۍ وروسته استعفا وکړه

ښاغلی نظربایوف له ۱۹۹۰ کال راهیسې د تېلو پریمانه شتمنۍ لرونکي قزاقستان بې له کومې لویې ننګونې واکمن و. د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلی نظربایوف له ۱۹۹۰ کال راهیسې د تېلو پریمانه شتمنۍ لرونکي قزاقستان بې له کومې لویې ننګونې واکمن و.

د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربایوف چې له شوروي اتحاده یې د خپل هېواد له خپلواکۍ وروسته د دغه هېواد مشري کوله، له دندې استعفا کړې.

په یوه ټلویزیوني وینا کې چې له مخکې ثبت شوې وه، نوموړی وايي، 'دا اسانه پرېکړه نه وه. '

ښاغلی نظربایوف له ۱۹۹۰ کال راهیسې د تېلو پریمانه شتمنۍ لرونکي قزاقستان بې له کومې لویې ننګونې واکمن و.

نوموړي د خپلې واکمنۍ پر مهال اقتصادي اصلاحاتو ته ډېره توجه وکړه او د سیاسي نظام له دیموکرات کولو سره یې مقاومت کاوه.

قزاقان نوی ولسمشر ټاکي

د اولاند پر قزاقستاني انځور د فرانسویانو ملنډې

په خپله ټلویزیوني وینا کې نوموړي وویل:

''پرېکړه مې کړې چې د ولسمشر په توګه له خپل واکه لاس پر سر شم. ''

ښاغلی نظربایوف ۱۹۴۰ کال کې زېږېدلی و او هغه مهال یې چې هېواد د شوروي اتحاد برخه وه، نوموړی قزاقستان کې د کمونیست ګوند سکرتر ټاکل شوی و.

ښاغلي نظربایوف ویلي، د مشرانو جرګې مشر قاسم جمرت توکایوف به د سرپرست ولسمشر په توګه د ده ټاکلې مودې لپاره چارې سمبال کړي.

له خپلواکۍ وروسته نوموړی د ۱۹۹۹ - ۲۰۰۵- ۲۰۱۱ او وروستی ځل ۲۰۱۵ ټاکنو کې بیا ولسمشر وټاکل شو، خو بهرنیو مبصرینو د دې ټولو ټاکنو پر څرنګوالي نیوکې کړې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ۷۸ کلن نذربایوف له ۱۹۹۰ کال راهیسې د تېلو پریمانه شتمنۍ لرونکی قزاقستان بې له کومې لویې ننګونې واکمن و.

قزاقستان یو پراخ هېواد دی چې مساحه یې د لوېدیځې اروپا برابره ده، له پریمانه طبیعي زېرمو ډک دی او د بهرنۍ پانګې جلبولو ډېره وړتیا لري.

اړونده مطالب