د میوې جوس پیچکارۍ ښځه تر مرګه ورسوله

چین د انځور حقوق Image copyrightFOTOGLORIA
Image caption د جوسو پیچکارۍ له لګولو وروسته تر پنځو ورځو پورې دغه ښځه د روغتون جدي پاملرنې په څانګه کې ساتل کېده

چین کې یوې ښځې د خپلې روغتیا ښه کولو په په تمه ځان ته د مېوې اوبو یا جوسو پیچکارۍ وهلې او تر مرګه رسېدلې ده. د دغې ۵۱ کلنې ښځې پر ینه، زړه او سږو سخت بد اغېز شوی او تر پنځو ورځو پورې د روغتون جدي پاملرنې څانګه کې ساتل شوې ده.

د هېونان ایالت شینګنان طب پوهنځي مربوط روغتون یوه مسوول بي بي سي ته وویل، هغه پیچکارۍ کې چې دغې ښځې ځان ته لګولې د شل ډوله میوو اوبه ګډې شوې وې.

چین کې د خواله رسنیو کاروونکي وايي، دا قضیه ښيي چې د روغتیا په باب بنسټیز عامه پوهاوي ته سخته اړتیا ده.

ویل کېږي ځان ته د میوې اوبو پیچکارۍ له ورلګولو وروسته د دغې ښځې پر پوټکي خارښ لګېدلی و او د بدن تودوخې درجې یې خورا پورته تللې وه.

د ځنکندن شېبو کې د ناروغې ښځې وروستۍ هیله پوره شوه

له مرګه یو ساعت مخکې وروستۍ هیله

د فبرورۍ پر ۲۲ نېټه دغه ښځه روغتون ته وړل شوې وه او کور ته له لېږلو مخکې پنځه شپې د جدي پاملرنې څانګه کې بستري وه.

د چین پر خواله رسنۍ وېیبو دغې پېښې د ډېرو کاروونکو پام ځانته اړولی دی او له ۱۱ زره ډېرو کاروونکو # د زړې ښځې رګونو کې د میوې اوبه ' له هشټګ سره پر دغې موضوع پیغامونه لیکلي.

یوه کاروونکي لیکلي:

''داسې ښکاري خلکو کې اوس هم د طب په تړاو پوه خورا لږ ده. ''