عراق: د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې۹۴ کسان وژل شوي

Aftermath of Mosul ferry sinking د انځور حقوق Reuters
Image caption ډوب شوې کښتۍ یو نژدې ټاپو ته پر لاره وه، چې سیلانیان ورځي

عراق موصل ښار ته څېرمه په دجله سیند کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له کبله ۹۴ کسان وژل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت وایي، کښتۍ کې نژدې دوه سوه کسان وو، چې د اکثر ډوب شویو لامبو زده نه وه.

دوی دا هم وايي چې قربانيانو کې ۶۱ ښځې او ۱۹ ماشومان دي.

رپوټونو کې ویل شوي، کښتۍ کې ناستو کسانو د نوي کال مراسمو کې د ګډون لپاره سفر کاوه.

لومړي وزیر عادل عبدالمهدي د پېښې په تړاو خواشیني څرګنده کړې او د تحقیقاتو امر یې کړی دی.

د عراق لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړي استازې جینن هینیز پلاسشایرت دا پېښه یوه 'بوږنونکې تراژیدي ' بللې.

ویل کېږي، چارواکو پرلپسې خلکو ته د موصل بند دروازو پرانیستل کېدو خبرداری ورکړی و، خو ځینې کسان د کښتۍ چلوونکي د پېښې مسوول بولي، چې په وینا یې خبرداری یې رد کړی دی.

په خواله رسنیو خپاره شویو تصویرونو کې لیدل کېږي، چې کښتۍ اوبو کې نسکوره ده او خلکو په څپاند سیند کې له اوبو د پورې وتلو کوښښ کوي.

عراقی لومړی وزیر موصل کې له داعشه د ښار "ازادي" لمانځي

په موصل کې زهرجنو خوړو سلګونه کسان مسموم کړي

امبولانسونه او چورلکې د پېښې ځای ته رسېدلي، چې ژوندي پاتې کسان وژغوري او د وژل شویو کسانو مړي ومومي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ژوندي پاتې کسانو ژغورلو لپاره عراقي پوځیان د پېښې ځای ته ورغلي
د انځور حقوق Reuters
Image caption تر اوسه لسګونه کسان له ډوبېدو ژغورل شوي دي
د انځور حقوق Reuters
Image caption د سیمې خلک د نوي کال لومړۍ ورځې په لمانځلو بوخت دي

ویل کېږي دغه کښتۍ ام الرباین ټاپو ته پر لاره وه، چې د نوروز مراسمو په مناسبت پکې مېله کېږي. د ځاي معلوماتو ادارې موصل ای له خلکو غوښتي چې د مرستې لپاره د پنځم او زاړه پل سیمو ته ورشي.

دوی په ټویټر پیغام کې له خلکو وغوښتل چې امبولانسونو ته لاره خوشې کړي او ګاډي یوه څنګ ته ودروي. د کردستان ځايي حکومت هم له دهوک ښاره د مرستې لپاره لس امبولانسونه موصل ته استولي دي.

موصل ۲۰۱۴ کال کې د اسلامي دولت نومې ډلې داعش نیولی و او د ۲۰۱۷ کال په جولای کې له اوږدې جګړې وروسته د دغې ډلې له منګولو وژغورل شو.

اړونده مطالب