''نیوزیلنډ مو په غم کې شریک دی، موږ یو موټی یو''

امام جمال د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption د النور جومات امام جمال فودا خطبه وايي

نیوزیلنډ کرایسټ چرچ ښار کې زرګونه کسان د د دغه ښار پر دوو جوماتونو د بریدونو قربانیانو ته د درناوي مراسمو کې راټول شوي وو.

دوی النور جومات ته مخامخ پارک کې له مسلمانانو سره د یوالي څرګندونه وکړه. د مراسمو ګڼ شمېر غیر مسلمانو مېرمنو له مسلمانانو سره د یوالي څرګندونې لپاره پړوني پر سر کړي وو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یوه مسلمانه مېرمن په مراسمو کې له یوې ګډونکونکې غیر مسلمانې ښځې سره د ټیکري پر سرولو کې مرسته کوي.

د یوه سخت دریځي ښي اړخي بریدګر په هغو بریدونو کې چې د تېرې جمعې ورځې پر ورځ وشول، پنځوس کسان وژل شوي وو.

د جمعې ورځې له لمانځه مخکې اذان په ټول هېواد کې په ژوندۍ بڼه خپور شو. په مراسمو کې د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې جاسندا اردرن هم ګډون کړی و. هغې ګډونوالو ته وویل:

د انځور حقوق Getty Images

''مسلمانان په دې باور دي چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ویلي دي، چې مومنان په مهربانۍ، خواخوږۍ او پر یوه بل ترحم کې د یوه بدن په څېر دي. که د بدن په یوه غړي درد شي، ټول بدن درد محسوسوي. نیوزیلنډ له تاسې سره غمشریک دی، موږ ټول یو موټی یو. ''

د انځور حقوق Getty Images

د ماسپښین اذان له ځايي وخت سره سم یوه نیمه بجه وشو چې له ملي رادیو تلوېزونه په ژوندۍ بڼه خپور شو او ور پسې دوې دقیقې چوپتیا غوره شوه.

اسټرالیايي وګړی برنټن ټرانټ چې وايي د سپین پوستو د بر ګڼلو له ډلې دی، تراوسه په یوه وژنه تورن شوی او تمه ده چې له نورو تورونو سره هم مخ شي.

مېرمن اردرن د پنجشنبې په ورځ وویل چې نیمه اتومات وسلې به بندې کړي.

د انځور حقوق AFP

د نیوزیلنډ د اسلامي ټولنو د فدراسیون مشر مصطفی فاروق وايي:

"په دې خوشال یو چې اذان ټوله نړۍ کې خپرېږي او هرڅوک په کې ګډون کولی شي".

تمه ده چې د نوي زیلنډ ډېری جوماتونه خپل ورونه د لیدونکو لپاره پرانیځي او له جوماتونو بهر خلک د یووالي ښودلو لپاره د ځنځیر په ډول سره ودرېږي.

په یوه هڅه کې د خواله رسنیو له لارې د نوي زیلنډ له نامسلمانو ښځو غوښتل شوي چې د یووالي ښودلو لپاره پړونی په سر کړي.

د انځور حقوق Getty Images
د انځور حقوق Getty Images