پاکستان: مفتي تقي عثماني له وسله وال بریده روغ وتلی

تقي عثماني
Image caption تقي عثماني افغانستان ته د امریکا او ناټو ځواکونو ورتګ سره کلک مخالفت کاوه

د پاکستان کراچۍ ښار کې د کورنګي دارالعلوم نومې مشهورې مدرسې پر ښوونکو برید کې دوه کسان وژل شوي او مفتي تقي عثماني ته دغه برید کې زیان نه دی اوښتی.

د ځايي پولیسو په خبره نېپا څلور لارې سیمه کې موټر سایکل سپرو کسانو د وژل شویو کسانو پر ګاډو ډزې وکړې، چې یوه ګاډي کې مفتي تقي عثماني هم ناست و.

د ځايي روغتون بېړنیو طبي مرستو څانګې مشره سیمي جمالي وايي، دوی ته د صنوبر خان نومي کس مړی وروړل شوی او عامر شهاب نومي بل کس سخت ټپي حالت کې دوی ته وروړل شوی دی.

د مولانا سمیع الحق وژنه: چا ستایلی چا غندلی

"پر لال جومات د برید مسوول جنرال مشرف دی"

"پاکستان څو دیني مدرسې تړلې دي"

د ګلشن اقبال سیمې پولیسو یو مشر ګلشن طاهر بي بي سي ته وویل:

''مفتي تقي له دارالعلومه د ګلشن اقبال بیت المکرم جومات ته د جمعې خطبې لپاره پر لاره و، چې برید پرې شوی دی. ''

د جمعیت علمای اسلام ویاند قاري عثمان بي بي سي سره خبرو کې تایید کړې چې هغه ګاډي کې چې ډزې پرې شوې، مفتي تقي هم موجود و، چې زیان نه دی ورته رسېدلی، خو ساتونکی یې وژل شوی دی.

د قاري عثمان په وینا مفتي تقي له لمانځه وروسته له کورنۍ سره روان و.

تقي عثماني څوک دی؟

مفتي تقي عثماني د مولانا شفیع عثماني زوی دی، چې دیوبند مدرسه کې له هنده د پاکستان بېلتون پلوي علماوو کې شامل و.

Image caption سند ایالت اعلی وزیر مراد علي شاه د پېښې معلوماتو راټولولو امر کړی

د تقي عثماني مشر ورور رفیع عثماني د کورنګي دارالعلوم مدرسې مشر دی او د مفتي اعظم حیثیت هم لري.

تقي عثماني د ۴۴ کتابونو لیکوال او د البلاغ نومې مجلې مدیر دی. نوموړی ۱۹۸۱ کال کې د پوځي واکمن جنرال ضیاالحق حکومت پر مهال د پاکستان شرعي محکمې قاضي په توګه ګومارل شوی و، چې د یوه بل پوځي واکمن پروېز مشرف واکمنۍ کې له دندې ګوښه کړل شو.

د طالبانو له مشر ملا محمد عمر سره د خبرو لپاره د پاکستان حکومت استول شوي علماوو پلاوي کې د تقي عثماني ورور رفیع عثماني هم شامل و.

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد په لال مسجد کې له پوځي عملیاتو مخکې د جومات له انتظامي کسانو سره د خبرو لپاره خپله تقي عثماني لېږل شوی و.