د اسلامي دولت ډلې د 'خلافت' ماتې اعلان شوه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
سوريه کې د داعش ډلې پای

د سوریې دیموکراتیک ځواکونه 'ایس ډي ایف ' وايي، دغه هېواد کې د اسلامي دولت ډلې 'داعش ' له ماتې وروسته د دغې ډلې پنځه کلن 'خلافت ' پای ته رسېدلی دی.

د سوریې دیموکراتیک ځواک سرتېري د سوریې په باغوز کلي کې د بریا بیرغونه ټومبي چې د داعش ډلې وروستی کلک مرکز بلل کېده.

د خپل اوج پر مهال داعش ډلې د سوریې او عراق نژدې ۸۸ زره مربع کیلومتره خاوره کنترولوله. سره له دې چې د دغې له کنتروله اوس دا ټوله سیمه وتلې ده، خو لا هم نړیوال امنیت ته د یوه ګواښ په نظر ورته کتل کېږي.

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES

سره له دې چې داعش ډله په دې سیمه کې حضور لري، د افغانستان، یمن، نایجریا، فیلپین په شمول یو شمېر نورو هېوادونو کې هم پلویان لري.

سوریې دیموکراتیک ځواکونو چې کردي ځواکونه یې مخکښ دي، د مارچ په لومړیو کې ختیځه سوریه کې باغوز کلی محاصره کړ، چې د داعش ډلې پاتې وسله وال پکې یو ځای شوي وو.

دغو ځواکونو له هغه وروسته خپل بریدونه سوکه کړل، چې معلومه شوه، د باغوز په کورونو، ودانیو او تونلونو کې ګڼ شمېر ملکي کسانو هم پناه اخیستې.

د انځور حقوق AFP
Image caption د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو ډېری غړي کردان دي او د امریکا متحدو ایالتونو ملاتړ ورسره دی

وروسته دغه زرګونه ښځې، ماشومان او نور ملکي کسان چې بهرنیان هم پکې وو، له کلي ووتل او د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو هغو کمپونو کې دېره شول، چې د بې ځایه شویو کسانو لپاره یې چمتو کړي وو.

دې کې یو شمېر داعش وسله وال هم له کلي ووتل، خو هغه چې پاتې وو، له ځانمرګي او موټر بم بریدونو سره یې سخته مقاومت کاوه.

وروسته د ایس ډي ایف رسنیزې څانګې مشر مصطفی بالي په یوه ټویټر پیغام کي وویل:

''د سوریې دیموکراتیک ځواکونه د تش په نامه خلافت بشپړ له منځه تګ او د داعش ډلې له لاسه د دوی ټولې ساحې وتل اعلانوي. موږ د دغې بې سارې ورځې په مناسبت د هغو ټولو شهیدانو قربانۍ یادوو چې له کبله یې د دغې ورځې راتګ ممکن شول.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د داعش تر کنترول لاندې سیمو تښتېدلي ملکي کسان

د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو جنرال مظلوم کوباني پر داعش ډلې د خپلې بریا تایید تر څنګ وايي، دوی به د دغې ډلې پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي او د پټ شویو وسله والو لټون به دوام وکړي.

نوموړي د سوریې له حکومته چې وايي، پر ټوله خاوره به واک ټینګ کړي وغوښتل د ایس ډي ایف تر کنټرول لاندې سیمې خپلواکه وپيژني.

ولې د داعش شتون ته اوس هم اندېښنې شته؟

د انځور حقوق AFP
Image caption سوریې دیموکراتیک ځواکونو چې کردي ځواکونه یې مخکښ دي، د مارچ په لومړیو کې ختیځه سوریه کې باغوز کلی محاصره کړ، چې د داعش ډلې پاتې وسله وال پکې یو ځای شوي وو.

عراق ته ۲۰۰۳ کال کې د امریکايي ځواکونو له ورتلو وروسته داعش ډله د القاعده له پاتې وسله والو جوړه شوه. ۲۰۱۱ کال کې دغې ډلې سره د سوریې ولسمشر بشار الاسد ګڼ شمېر وسله وال مخالفین ملګري شول او ۲۰۱۴ کال کې یې له پراخې ساحې نیولو وروسته خلافت اعلان کړ.

داعش وسله والو یو مهال پر نژدې اته میلیونو خلکو واکمني کوله او د نفتو، باج او سړي تښتونې له لارې یې میلیاردونه ډالر تر لاسه کول او دغه راز یې له تر کنترول لاندې سیمې په نورو هېوادونو کې بریدونه پلانول.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ۲۰۱۷ کال جولای کې د عراق حکومتي ځواکونو موصل ښار بېرته له داعش ډلې ونیو

عراق حکومت ۲۰۱۷ کال کې د دغې ډلې پر وړاندې بریا اعلان کړه.

داسې حال کې چې د وروستي مورچل په توګه د داعش وسله والو له ګوتو د باغوز وتلو اعلان شوی، امریکايي چارواکي ګومان کوي دغه ډله په سیمه کې لا هم د پنځلسو او شلو زرو تر منځ پټ فعال وسله وال لري، چې راتلونکي کې ښايي د بیا یو ځای کېدو هڅه هم وکړي.

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES

عین هغه وخت چې باغوز کې د داعش ډلې احتمالي ماتې وړاندوینې کېدې، دغې ډلې یو غږیز پیغام خپور کړ، چې په ظاهره د دغې ډلې ویاند ابو حسن المهاجر پکې ادعا کوي، خلافت له منځه نه دی تللی.

د داعش مشر ابوبکر البغدادي د اوسېدو ځای ځایګی هم معلوم نه دی او سره له دې چې د پټېدو لپاره ډېر ځایونه نه لري، خو تر اوسه یې ځان له وژل کېدو او یا نیول کېدو ژغورلی دی.

ورته مطالب