'داعش جنګیالیو لپاره باید نړیواله محکمه جوړه شي''

Men suspected of being Islamic State group's members pray at a screening area held by the US-backed Kurdish-led Syrian Democratic Forces (SDF), after they fled the embattled IS holdout of Baghouz in the eastern Syrian province of Deir Ezzor, on March 6, 2019 د انځور حقوق AFP

د سوریې شمال کې د کردي ځواکونو ځايي ادارې د اسلامي دولت ډلې یا داعش وسله والو محاکمې لپاره د یوې نړیوالې محکمې رامنځته کولو غوښتنه کړې.

یوه ځايي چارواکي عبدالکریم عمر بي بي سي ته وویل، دوی د هغو زرګونو داعش وسله والو په سمبالولو بوخت دي، چې تېره اونۍ د سوریې ختیځ باغوز کلي کې د دغې ډلې له وروستي مورچله ووتل.

د سوریې دیموکراتیکو ځواکونه چې مشري یې کردان کوي، تېره اونۍ دغه کلی ونیو.

نیول شویو وسله والو کې چې د کردانو په کمپونو کې ځای پر ځای شوي دي، نژدې ۱۰۰۰ بهرنیان هم شامل دي.

په یوه اعلامیه کې کردي چارواکو د سوریې شمال ختیځ کې ''د ترهګرو محاکمې لپاره د یوه ځانګړې نړیوالې محاکمې رامنځته کولو '' غوښتنه کړې.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه داعش پلویان اوس د بې ځایه شویو کسانو کمپونو کې ژوند کوي.

اعلامیه کې ویل شوي، ''د محکمې هدف باید له نړیوالو قوانینو او د بشري حقونو له نړیوال چارټر سره سمه شفافه محاکمه وي. ''

داسې حال کې چې تېره اونۍ د وروستي مورچل په توګه د داعش وسله والو له ګوتو د سوریې باغوز کلي وتلو اعلان وشو، امریکايي چارواکي ګومان کوي دغه ډله په سیمه کې لا هم د ۱۵ او ۲۰ زرو تر منځ پټ فعال وسله وال لري، چې راتلونکي کې ښايي د بیا یو ځای کېدو هڅه هم وکړي.

له بي بي سي سره خبرو کې د ځايي ادارې بهرنیو چارو څانګې مشر عبدالکریم عمر وايي، خورا لږ شمېر هېوادونه چمتو شوي، خپل هغه اتباع بېرته ومني چې له داعش ډلې سره یو ځای شوي وو او له دې کبله د دوی ستونزې ډېرې شوې دي.

ډېری لویدیځوالو هېوادونو د دغو کسانو لخوا راتلونکي کې د احتمالي خطرونو او د دوی خلاف د ثبوتونو یو ځای کولو ګرانې چارې ته په کتو سره بېرته په خېلو هېوادونو کې د دغو کسانو له منلو انکار کړی دی.

د داعش ډلې اوج او زوال

د انځور حقوق Getty Images
Image caption عراق ته ۲۰۰۳ کال کې د امریکايي ځواکونو له ورتلو وروسته داعش ډله د القاعده له یو شمېر پاتې وسله والو جوړه شوه.

عراق ته ۲۰۰۳ کال کې د امریکايي ځواکونو له ورتلو وروسته داعش ډله د القاعده له یو شمېر پاتې وسله والو جوړه شوه.

۲۰۱۱ کال کې دغې ډلې سره د سوریې ولسمشر بشار الاسد ګڼ شمېر وسله وال مخالفین ملګري شول او ۲۰۱۴ کال کې یې له پراخې ساحې نیولو وروسته 'خلافت ' اعلان کړ.

لومړي سر کې د ۲۰۰۶ کال اکتوبر کې جهادیانو د 'عراق اسلامي دولت ' یا 'ای ایس ای ' په نامه ډله تاسیس کړه او د ۲۰۱۳ کال په اپریل کې ابوبکر البغدادي د دغې ډلې مشر وټاکل شو.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ډلې مشر ابوبکر البغدادي د ۲۰۱۳ کال په اپریل کې د دغې ډلې نوم عراق او شام اسلامي دولت 'ای ایس ای ایس یا داعش' ته بدل کړ.

د همدې کال په جنورۍ کې دغې ډلې د الرقه په ګډون د سوریې ځینې سیمې ونیولې.

د ډلې مشر ابوبکر البغدادي د ۲۰۱۳ کال په اپریل کې د دغې ډلې نوم 'عراق او شام اسلامي دولت ' یا 'ای ایس ای ایس یا داعش ' ته بدل کړ.

د ۲۰۱۴ کال تر جون میاشتې پورې داعش نه یوازې د عراق موصل او تکریت ښارونه نیولي وو، بلکې د سوریې په حمص کې یې د نفتو یا تېلو تر ټولو لویه زېرمه هم نیولې وه او په همدې جون میاشت کې یې د خلافت اعلان وکړ، چې د 'اسلامي دولت ' په نامه پېژندل کېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption باغوز کې زرګونه ملکي کسان ایسار پاتې وو، چې وروسته د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو کمپونو ته ولېږدول شول

د ۲۰۱۴ اګست میاشت کې داعش ډلې په سویلي عراق کې د مېشتو ایزدي مذهبه خلکو ټولوژنه پیل کړه او لومړی ځل یې د لویدیځوالو خبریالانو او مرستندویه کارکونکو د سرونو غوڅولو ویډيويي کلیپونه هم خپاره کړل.

امریکا متحدو ایالتونو د ۲۰۱۴ کال سپتمبر کې د 'اسلامي دولت ' ډلې پر مرکز الرقه هوايي بمباري پیل کړه.

د ۲۰۱۵ کال جنورۍ پورې داعش وسله والو پر نژدې اته میلیونو خلکو واکمني کوله، نژدې ۸۸ زره مربع کیلومتره سیمه یې تر کنټرول لاندې وه او د نفتو، باج او سړي تښتونې له لارې یې میلیاردونه ډالر تر لاسه کول او دغه راز یې له تر کنترول لاندې سیمې په نورو هېوادونو کې بریدونه پلانول.

د انځور حقوق AFP

د ۲۰۱۶ کال په مارچ میاشت کې د سوریې حکومتي ځواکونو د پالمیرا تاریخ ښار د داعش له کنټروله وایست، خو دسمبر کې دوی بېرته د ښار کنټرول تر لاسه کړ او دویم ځل ۲۰۱۷ کال کې دغه تاریخي ښارګوټی په وران ویجاړ حالت کې بېرته د حکومتي ځواکونو لاس ته ورغی.

د ۲۰۱۷ کال په جولای کې عراقي ځواکونو له ۱۰ میاشتې جګړې وروسته موصل د داعش له ولکې وایست، خو دغه اوږده جګړه کې زرګونه ملکي خلک ووژل شول او د عراق د دغه دویم لوی ښار ډېره برخه ورانه ویجاړه شوه.

د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو چې ډېره برخه یې کردان دي، د ۲۰۱۷ کال اکتوبر کې په الرقه کې 'اسلامي دولت ' نومې ډلې ته ماتې ورکړه او د همدې کال په دسمبر کې عراقي حکومتي ځواکونو له سوریې سره د خپلې پولې بشپړ کنټرول تر لاسه کړ او د داعش خلاف جګړه کې یې خپله بریا اعلان کړه.

د انځور حقوق .
Image caption داعش د سوریې او عراق تر څنګ د افغانستان په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو کې هم پلویان وموندل

د ۲۰۱۹ کال فبرورۍ کې د عراق او سوریې پولې ته نژدې له څو اونیو اوږدې جګړې وروسته د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، دغه جهادي ډله ماتې ته نژدې شوې ده.

د ۲۰۱۹ کال مارچ پر ۲۳ بیا د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو چې د امریکا ملاتړ ورسره دی، اعلان وکړ چې د سوریې باغوز کلی یې له داعش ډلې نیولی دی، چې د دغې ډلې وروستی مورچل بلل کېده او دې سره د داعش ډلې له لوري اعلان شوی 'خلافت ' له منځه تللی دی.

ورته مطالب