ناروې کې د تفریحي بېړۍ د ۱۳۰۰ مساپرو د ژغورلو عملیات

ناروې د انځور حقوق AFP/Getty
Image caption د ناروې د سمندر ژغورلو اداره وايي چې "ام وي وایکینګ سکای" کښتۍ په تېز باد او د موجونو په منځ کې بنده پاتې وه او له موږ یې مرسته وغوښته.

چارواکي وايي د ناروې په لوېديځې څنډې کې د بېړۍ د ماشین د خرابېدو له کبله یې د ۱۳۰۰ مساپرو د ژغورلو عملیات پیل کړي دي.

پولیس وايي د دغې بیړۍ ماشین خراب شوی او هڅه کیږي چې ټول مساپر وژغورل شي.

د ناروې د سمندر ژغورلو اداره وايي چې "ام وي وایکینګ سکای" کښتۍ په تېز باد او د موجونو په منځ کې بنده پاتې وه او له موږ یې مرسته وغوښته.

دغه اداره وايي په دغو عملیاتو کې پنځه چورلکو او څو نورو کښتیو برخه اخېستې.

په همدې سیمه کې یوه بله د بار وړونکې بېړۍ (هاګند کپتن) ماشین هم له کاره غورځېدلی او دوه چورلکو د دغې بېړۍ د مساپرو د ژغورلو لپاره عملیات پیل کړي دي.

راپورونه وايي چې د بېړۍ یو انجین روښانه شوی او د ژغورنې د عملیاتو تر څنګ له ساحله لږ لرې ښکاري.

د ژغورونکو بېړیو یوه کارکوونکې وویل که د بېړۍ دغه انجن نه وای روښانه شوې د غټو ډبړو سره د ټکړ وېره وه.

جان کري د بېړۍ یو مساپر ار کي په نوم رسنۍ ته ویلي:"د سهار چای مو څښه چې ناڅاپه بېړۍ وښورېده، کړکیو ښیښې ماتې او بېړۍ ته اوبه دننه شوې ټول ډارېدلي وو"

د انځور حقوق REUTERS
Image caption ویل کېږي د شپې تر ۱۱ بجو د بېړۍ ۱۵۵ مساپر ساحل ته رواړل شول، د رسنیو د رپوټ له مخې ۸ کسان ټپيان شوي چې د دریو ټپيانو حالت خراب دی.

د بېړۍ یو بل مساپر جنت جیکوب چې چورلکې ساحل ته رواړی وايي: "په خپل ټول عمر کې مې دا ډول ډاروونکی سفر نه و لیدلی، کله مې چې بېړۍ دا ډول ولیده نو دعا مې پیل کړه چې موږ ټول جوړ پاتې شوو، له چورلکې سره هم سفر ډاروونکی و."

ویل کېږي د شپې تر ۱۱ بجو د بېړۍ ۱۵۵ مساپر ساحل ته رواړل شول، د رسنیو د رپوټ له مخې ۸ کسان ټپيان شوي چې د دریو ټپيانو حالت خراب دی.

رپوټونه وايي، د راپورونو له مخې د بېړۍ ډېری مساپر برتانیايي او امریکايي دي.

د ناروې د هوا پېژندې اداره وايي د ځینو موجونو لوړوالی ۱۰ متره و، یوه ځايي ورځپانه بیا وايي چې د زورورو موجونو له امله ژغورونکې کښتۍ بېرته ساحل ته ګرځېدلي.

'ام وي وایکینګ سکای' د وای کینګ کروز شرکت یو ډول بېړۍ ده چې په ۲۰۱۷ کال کې یې خپل لومړی سفر پیل کړی و.

راپورنه وايي، دغه بېړۍ له ترومسو څخه استاوانګر ته تلله.