د امریکا ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنو رپوټ نن راوځي

میولر د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا تحقیقات له تېرو څو میاشتو راهیسې ځانګړي پلټوونکي رابرټ میولر کول چې د ډونلډ ټرمپ غوسه یې پارولې وه.

تمه کېږي چې د هغو تحقیقاتو مهمې برخې نن خپرې شي چې په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په هکله ترسره شول.

دا تحقیقات له تېرو څو میاشتو راهیسې ځانګړي پلټوونکي رابرټ میولر کول چې د ډونلډ ټرمپ غوسه یې پارولې وه. خو نن چې کله د ګلف میدان ته روان و نو داسې ښکاریده چې د ښاغلي ټرمپ طبعیت د پام تر کچې ښه شوی و ځکه چې اوس څرګنده شوې چې رابرټ میولر د نورو تورونو لګولو وړاندیز نه دی کړی.

د ولسمشر ټرمپ پلویان لمانځنې کوي او له دې سره هغه ادعا لا پیاوړې ګڼي چې ولسمشر کوله.

ولسمشر وویل هر څوک پوهېږي چې دا یوه تېر اېستنه وه. نوموړي وویل "هر څوک پوهېږي چې له پلټنې سره هېڅ مخالفت نه دی شوی او هېڅ خنډ ورته نه دی جوړ شوی، ټول پوهېږي چې دا یوه تېر اېستنه وه، په دې هېواد کې یوه لویه تېر اېستنه. "

د رابرټ میولر له خوا ۲۲ میاشتې د تحقیقاتو پرمهال ځینې کسان محاکمه او محکوم شول او د نورو کسانو ترڅنګ په دې ډله کې د ولسمشر ټرمپ د کمپاین ډلې مشر پاول مانافورت، د ملي امنیت پخوانی سلاکار مایکل فلین او یو مهال د ښاغلي ټرمپ شخصي وکیل مایکل کوهن هم شامل ول.

خو دا ټولې دوسیې مخامخ دې پوښتنو ته چې آیا ولسمشر هڅه کړې چې د عدالت پر وړاندې خنډ جوړ کړي او آیا روسیې د ټرمپ په پلوۍ د ۲۰۱۶ کال ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده کنه ځواب نه وايي.

دیموکراتانو وار دمخه د ۲۰۲۰ کال ټاکنو ته سترګې نیولې دي او کمپاین کوي چې د راتلونکې کال ټاکنو کې به په یوه خوله د ولسمشر ټرمپ مخالفت وکړي. ډېموکراته سناتوره کمالا هارس وايي د شویو تحقیقاتو رپوټ باید خپور شي چې خلک پرې پوه شي.

دا پرېکړه چې څه باید خپاره شي او څه نه د امریکا لوی څارنوال جنرال بل بویل کولی شي، تمه ده چې دی به ژر د رپوټ مهمې برخې خپرې کړي.

په داسې حال کې چې د څانګړي پلټوونکي له خوا تحقیقات پای ته رسېدلي نورې پلټنې روانې دي او ډېموکراتان هم په کانګرېس کې د ځان له پاره کمپاین کوي.

ورته مطالب