له ټیرونو بوټ جوړونکی
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له ټیرونو بوټ جوړونکی

پلاسټيک او ربړ ښايي سلګونه ان زرګونه کلونو وپايي او خراب نه شي. او د غورځولو زياتېدونکي کلتور کې دا ستونزه ښايي حالت لا نوره پسې ناوړه کړي. خو د هند ممبی کې يو ځوان کاروباري او د ده فنکي کالاکر په نامه، سوداګريزه نښه په همدې اړه د بدلون زيار باسي، له غورځول شوو ټيرونو او ټوټو يې په نوښتګر ډول د بوټانو بېلابېل ډولونه جوړوي.