ایټالیا کې د ختنې (سنت) پر مهال مور او پلار خپل زوی وژلی

په ایټالیا کې یو ۵ میاشتنی ماشوم د مور او پلار له لوري په کور کې د ختنې (سنت کولو) پر مهال ترې مړ شوی.

ماشوم د بولګنا ښار یوه روغتون ته د زړه درېدو له کبله وړل شوی و، خو چارواکي وایي روغتون ته له وررسېدو وروسته مړ شوی.

په سیمه کې چارواکو د مړه شوي ماشوم د مور او پلار پر خلاف څېړنې پیل کړې دي، ویل کېږي چې دوی په اصل کې د افریقا د ګانا هېواد اوسېدونکي دي.

په ایټالیا کې د شمېرو له مخې د کال ۵ زره ختنې درسره کېږي، چې نژدې درېیمه برخه یې په غیر قانوني ډول وي.

ختنه په دغه عیسوي کاتولیک مذهبه هېواد کې د روغتیا په مرکزونو کې نه ترسره کېږي.

په دغه هېواد کې ډېرې ختنې له مسلمانو هېوادونو راغلي کډوال ترسره کوي.

ایا ختنه خوندي وي؟

که څه هم دا یوه ساده طبي پروسه ده، خو له خطره تشه نه ده.

اسلام کې ورته اشاره شوې او مهمه بلل شوې.

ساینس ثابته کړې چې که ختنه وشي نو د جنسي اړیکو پر مهال د ایچ ای وي په څېر نورو ناروغیو د لېږدېدو شونتیا کمېږي.

د دغې پروسې د ترسره کولو یو خطر د ختنې پر مهال د وینې بهېدنې او یا هم د ټپ مکروبي کېدل دي.

خو د وینې بهېدنه او یا د ټپ مکروبي کېدلو امکان په هرو ۱۰ تر ۵۰ کسانو کې یوازې یوه کس ته پېښ‎ېدلی شي.

اروپایي هېوادونه کې ختنه کېږي؟

که څه هم په اروپا کې د ختنې اجازه شته، خو اوس مهال په یوه نانندرییزه مسله باندې بدله شوې.

په جرمني کې په ۲۰۱۲ کې وروسته له هغه یوې محکمې په ختنه بندیز ولګاوه چې یو څلور کلن هلک له ختنې وروسته له ستونزو سره مخ شوی و.

خو تېر کال بیا د جرمني حکومت وویل چې دا پروسه ترسره کېدلی شي چې که د روزل شویو طبي روغتیاپالو له لوري ترسره شي.

ورته حال کې د اروپا ټولنې له هېوادونو وغوښتل چې د ختنې پر مهال طبي وسایل پاک وساتل شي.

په ۲۰۱۶ کې په برتانیا کې محکمې پرېکړه وکړه چې یو پلار هغه مهال کولی شي خپل زوی ختنه کړي چې د هلک مور یې ورسره ومني.

ورته مطالب