ساده کلیوال سړی چې له انټرنېټ پیسې ګټي

آن لائن

ځینې کسان وايي، د انټرنېټ له لارې پیسې ګټي، خو له نورو سره دا پوښتنه وي چې موږ خو د نېټ کارولو لپاره پیسې لګوو، نو ترې څنګه به یې وګټو.

د دا ډول پوښتونکو ځواب کې موږ د انټرنېټ له لارې د پیسو ګټلو پر دوو لارو غږېږو.

کونټېنټ توکي

کونټېنټ داسې مولټي میډیا توکو ته وايي، چې د خلکو لیدلو، لوستلو یا اورېدلو سره د دې توکو څېښتن ته پیسې رسېږي.

دا مواد ښايي د خلکو د خوښې انځورونه، ویډیو، اډیو یا لیکل وي.

د پیسو بله لار هم د انټرنېټ له لارې را کړه ور کړه ده، چې پکې ته له دوکان یا کمپنۍ پرته پکې پرلیکه توکو پلورلو ته لار برابروې او مقابل کې یې پیسې ترلاسوې.

خو دلته خبره پر کونټېنټ کوو او دا هڅه کوو چې نوښتګر انسان څنګه له انټرنېټ پیسې ګټلی شي.

د انځور حقوق Getty Images

ډیجیټل سټراټیجیسټ بدر خوشنود وايي، مهمه دا ده چې ته وپوهېږي خلک د لوستلو، اورېدلو یا لیدلو لپاره څه خوښوي.

موږ د پاکستان د پنجاب په سیالکوټ ولسوالۍ کې همداسې سړی پیدا کړ.

دی مبشر صدیق نومېږي او د ولیج فوډ سیکریټ په نوم یوټیوب چینل لري، چې ان تر نهو لکو ډېر سبسکرایبرز لري.

دا په لکونو خلک د پنجاب د کلیوالي ژوند په هکله د نوموړي ویډیووې ګوري.

تر ټولو ډېره لیدل شوې ویډیو یې له ۵۵ لکو ډېره لیدل شوې ده.

د انځور حقوق رحمت دېوان
Image caption پښتو کې هم داسې کتاب لیکل شوی چې له انټرنېټ د پیسو ګټلو پر لارو چارو څرخي.

مبشر ساده سړی دی، ښايي همدا سادتوب یې د دې مینوالو خوښ وي.

نوموړی تر لسم ټولګي زدکړې لري او د سیالکوټ داسې ځای کې اوسي چې هلته انټرنېټ هم نه وي.

ځکه دی د ویډیو پورته کولو لپاره بل ځای ته ځي او ویډیو نېټ ته اچوي.

څنګه چې مبشر له کمو زدکړو سره خپل کلي کې خپل ژوند جوړ کړی داسې تاسو هم غور کولی شئ چې دا ډول یوه لار پیدا کړئ او د خلکو د خوښې داسې ویډیوې یا نور مواد جوړ کړئ چې انټرنېټ کې خپرېدو سره پیسې په لاس در شي.

فیسبوک هم د پیسو ګټلو په غوا بدلوی شئ، خو توپیر دا دی چې فیسبوک کې لږ وزن لرونکې ویډیو ډېرې چلېږي.

فیسبوک کې له ویډیو د پیسو ترلاسولو لپاره پکار ده چې دوه میاشتو کې د ننه ستاسو د دریو مینټو یا دقیقو ویډیو ۳۰ زره لیدونکي ولري او پېج یا مخ مو لږ تر لږه لس زرو څارن یا فالوور ولري.

خو دا یادول هم پکار دي چې لا هم پاکستان او افغانستان کې پر فیسبوک اعلان نه خپرېږي.

د پیسو ګټلو نورې لارې

د انځور حقوق Getty Images

پر یوټیوب او فیسبوک سربېره د لیکلو یا بلاګېنګ له لارې هم له انټرنېټ پیسې ګټلی شئ.

په دې برخه کې ګوګل تر ټولو مخکښ دی، او له دوو لویو لارو د پیسو ګټلو وسیله ده.

یو یوټیوب چې د ګوګل دی او د ویډیو پلټلو سره پکې پیسې ترلاسه کېږي بل ګوګل اېډز چې مختلفو بلاګونو کې د اعلان خپرولو له لارې پیسې ګټل کېږي.

پیسې څنګه ترلاسولی شئ

Image caption مبشر صدیق خپل یوټیوب سره لکونو مینوال پیدا کړي دي.

که تاسو داسې مواد برابروئ چې ډېر منیوال لري، نو خپله پرې د ګوګل یا فیسبوک اعلان راځي.

بدر خوشنود وايي، تاسو به خپلو موادو ته یو چوکاټ غوره کوئ، هغه که یوټیوب چینل، فیسبوک، ویډیو یا تصویري بلاګ وي یا هم ساده لیکنه.

تر ټولو مخکې ورته د خپرېدو وسیله برابروئ که وېبپاڼه جوړوئ، نو له ډومین به هوسټنګ اخلئ او دې سره به پاڼه جوړه شي.

که وېبپاڼه لرئ، نو د ګوګل یو پروګرام پرې پلی کېږي چې ګوګل ایډسینس یې بولي.

کله چې مواد وېب کې خپروئ چې د کسانو شمېر له شپږ سوو تر زرو ورسېږي، نو ګوګل اېډسینس ته وړاندیز کوئ چې ستاسو په مطالبو اعلان خپور کړي، کله چې اعلان خپور شو، د لیدونکو له شمېر سره سم بدل کې پیسې درته استوي.

یوټیوب چې کوم اعلانونه خپروي، ۴۵ سلنه ګټه یې یوټیوب او پاتې د هغې ویډیو څېښتن ته رسېږي چې دا اعلان پر خپور شوی دی.

څومره پیسې میلاوېږي؟

د انځور حقوق Getty Images

بدر خشنود وايي، که ویډیو دې لس لکه لیدونکي ولري، له سلو تر زرو ډالر درته رسېږي، دا ګټه یو ځل هم نه وي د کلونو کلونو لپاره چې خلک دا ویډیو ګوري تاته پیسې رسېږي.

مبشر صدیق وايي، د میاشتې ورته تر دریو لکو رسېږي:

کله له دریو لکو هم ډېرې پیسې وي لکه درې لکه پنځه ویشت زره یا درې لکه پنځوس زرو لږ کمې وي.

پیل کې هیڅ هم نه و؟

ممکن تاسو فکر وکړئ چې د موادو جوړولو سره اوله میاشت یو څه ترلاسه کړئ، خو نه داسې نه ده، مبشر وايي، چې له پیل تر شپږو میاشتو یې ویډیوو هیڅ لیدونکي نه لرل:

ورځ کې دوه یا څلور او لس لیدونکي و. یوازې ویډیو به تر شلو پنځویشتو لیدونکي لرل:

کله چې یو دوه ویډیو ښې وځلېدې، نو ټولې وډیووې ور سره ښې شوې.

د کار د بهترۍ لپاره وايي، چې له خپلو تېروتنو زدکړه وکړه، هره راتلونکې ویډیو له اولې ویډیو لا ښه جوړه کړه او تا کامیاب یې.