هغه هېواد چې هېڅوک پکې ژمنه نه پوره کوي

ګانا دوه د انځور حقوق AFP
Image caption په ګانا کې ساعت ته کتل د وخت ضایع کول ګڼل کیږي.

د افریقايي هېواد ګانا پخوانۍ وزیره او خبریاله الیزابیت اوهیني وايي په هېواد کې یې ناوخته رسېدل یا پر ټاکلي وخت ژمنه نه پوره کول طبیعي خبره ده.

هغه وايي هلته ساعت ته کتل د وخت ضایع کول ګڼل کیږي.

نوموړې وايي، کله چې یې جاپانی وزیر ولید چې د پارلمان غونډې ته د درې دقیقو ناوخته تګ له امله یې په عام محضر کې له ټولو بخښنه وغوښته، له ځان سره مې وویل چې د ګانا څومره وزیران به د الله تعالی شکر ادا کوي چې دوی جاپان کې وزیران نه دي.

ځکه ددې په خبره په هېواد کې یې د چارواکو ناوخته رسېدل یا په ټاکلي وخت نه رسېدنه طبیعي او د باور وړ خبره ده.

اغلې الیزابیت وايي کله چې وزیره وه په خپل ټاکلي وخت به یې ځان رسوو، خو له دې پرته به بل څوک نه و.

کینیايي ښوونکي د یو میلیون ډالرو نړیواله جایزه ګټلې

ایا هګۍ مو روغتیا ته تاوان رسوي؟

چین: نژدې ۵۰۰ میلیون کاله زاړه فوسیلونه موندل شوي

نوموړې زیاتوي: 'ما او څو نورو وزیرانو دا باور درلود که مشران پروخت ځان ټاکلي ځای ته ورسوي، دا کلتور بدلیږي.'

خو وايي: 'د ګانا پخواني ولسمشر جان کوفور ټیم داسې برنامه جوړه کړه چې هغه پخپل وخت ټاکل شويو عامو غونډو ته ورسیږي، په لومړی ځل دې کار شور جوړ کړ، هغه سهار نهه نیمې بجې راورسید، چارواکي او ډیپلوماټان په داسې حال خپلو څوکیو ته ناوخته را روان وو او هغه د ټولو ننداره کوله.'

د الیزابیت په خبره 'د ولسمشر ډلې ددې تګلارې په عملي کولو ټینګار کاوه چې خلک وپوهوي چې ولسمشر په خپلو ټاکلو ژمنو عمل کوي او له دې سره به خلک هم دا کار وکړي، خو دا تجربه بریالۍ نه شوه.'

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ګانان کې هره وعده شاوخوا ۴۵ دقیقې ځنډیږي.

هغې ویلي، 'زما به جدي اندېښنه وه چې کله بهرني ډېپلوماټان زموږ هېواد ته راځي، شاید ډېر اوږد انتظار وباسي چې زموږ رسمي جلسې پیل شي، خو ژر وپوهېدم چې هغوی هم پخپله ناوخته راتلل.'

نوموړې وايي، کیدای شي بهرني ډیپلوماټان هم ګانا کې د وخت له تېرولو سره پوهېدلي وي چې هلته هېڅ شی په وخت نه ترسره کیږي.

د الیزابیت په خبره د ولسمشر ډلې له درې پرلپسې هڅو وروسته دا تجربه نوره پرېښوده.

د لوړې په مراسمو کې د ګانا نوي ولسمشر نانا ادو دانکاوا اکوفو ددې 'بد کلتور' چې هرڅه ناوخته پیلیږي، په اړه خواشیني څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې پخپله به ددې عادت له منځه وړلو په برخه کې بېلګه وي او پروخت به کار پیلوي.

خو ښکاري د ولسمشر دې کار د دغې عادت لرې کولو لپاره خلک قانع نه کړای شو.