الوتکه کې ډار؛ څنګه پرې برلاسي کېدای شو؟

الوتکه د انځور حقوق Getty Images
Image caption څه ډول امکان لري چې په الوتکه کې د سپرېدو له ویرې خلاص شو؟

د ایتوپيا د یوې الوتکې له غورځېدو وروسته طبیعي ده چې زیات شمېر کسانو په پروازونو خپل اعتماد له لاسه ورکړی، خو واقعیت دا دی چې هرو دوه نیمو میلیونو الوتنو کې یوازې یوه الوتکه له مرګونې پېښې سره مخ شوې او دا شمېر په هیڅ حساب دی.

خو څه ډول امکان لري چې په الوتکه کې د سپرېدو له ویرې خلاص شو؟

کله چې په الوتکه کې کینئ، د لاس ورغوی مو خوله کیږي؟

چې طیارې ته پورته کیږئ په لاسونو څوکۍ کلکه نیسئ؟

د طیارې د ښکته کېدو پر مهال څه ډول یاست، ایا انګیرئ چې د زړه ټکان مو زیاتیږي.

که ځواب مو مثبت وي، نو د بویینګ شرکت د نظر پوښتنې له مخې تاسو هم د امریکا د ۱۷ سلنه خلکو په څېر له پرواز ویره لرئ.

د اتیوپیا شرکت د الوتکې له سقوط وروسته چې ۱۵۷ کسان پکې ووژل شول، له پروازونو د خلکو ویره منطقي ده، خو په واقعیت کې داسې نه ده، د پروازونو د مرګونو پېښو مرګ ژوبله ډېره کمه ده.

په هوايي ډګر کې د پاتې ماشوم لپاره الوتکه بېرته ستنه شوه

د نړۍ یوه تر ټولو ستره الوتکه له دې وروسته نه جوړېږي

ورځپاڼې: طالبان هم د سولې خبرې او هم بریدونه کوي

د هوايي امنیت شبکې د معلوماتو پر اساس په ۲۰۱۸ کال کې په ۲ میلیونه او ۵۲۰ زره پروازونو کې یوازې یوه الوتکه له پېښې سره مخ شوې، حال دا چې د هوایي ټرافیک کچه په دغه کال کې ۳۷ میلیونه او ۸۰۰ زره الوتنې اټکل شوې ده.

خو له نیکه مرغه له پروازه د ویرې ختمولو درملنه شته او د دې ستونزې د حل لپاره ډېرې لارې دي.

د ارواپوهانو د مشورو له مخکې له دې ستونزې خلاصېدلی شو.

د ساه اخیستلو تمرین

د ورمونت پوهنتون اروا پوه استاد متیو پرایس وايي یو شمېر خلک د دې له امله له الوت ویره لري چې هېڅکله په الوتکه کې نه وي ناست او یا هم له دې وړاندې له پرواز ښه خاطره نه لري:

"له بده مرغه د دې لپاره کوم ځانګړی دلیل نشته چې خلک ولې له پرواز ویره لري، خو زیات لاملونه کېدای شي په دې کې برخه ولري. لکه الوتکه کې د تګ مخینه نه لرل، په یوه ځای کې د الوتکو د سقوط په اړه د خبرونو اورېدل یا اخبار کتل هم کیدای شي د ویرې لامل وګرځي".

دغه ارواپوه ساه اخیستل وړاندیزوي او وايي ارامه او قوي ساه د خولې له لارې واخلئ او په هماغه ډول یې د پزې له لارې بهر کړئ او په ځېنې وختونو کې یوه دعا هم ګټوره تمامېدی شي.

د درملنې ډولونه

د انځور حقوق iStock
Image caption د ورمونت پوهنتون اروا پوه استاد متیو پرایس وايي یو شمېر خلک د دې له امله له الوت ویره لري چې هېڅکله په الوته کې نه وي ناست او یا هم له دې وړاندې له پرواز ښه خاطره نه لري:

یو شمېر بیا د پرواز پر مهال په خپلو غوږنو کې غوږۍ یا هېډفون ږدي، ځيني بیا د خوب درمل خوري او په دې ډله کې ځينې نور بیا الکولي موادو ته مخه کوي.

که ستاسو وېره ډېره زیاته او فلجوونکې وي او په الوتکه کې سپرېدو ته زړه نه ښه کوئ، نو بده به نه وي چې د درمنلې بېلې لارې وټاکئ.

یوه یې روان درملنه ده چې په الوت کې د ډار د مخنیوي لپاره کارېږي.

له ویرې سره مخامخېدل

کارپوهان وايي له پرواز سره د ویرې د مقابلې غوره لار وېروونکي حالت کې مدیرتي مقابله او په دې خبره عمل دی چې- له ډار سره باید ډغره ووهو- او د ښه مجرب ارواپوه په روزنه ګام په ګام د الوت مختلفو پړاوونو سره مخ شو.

د روغتیا نړیوال سازمان د مالوماتو له مخې، په ۲۰۱۳ کال کې یو میلیون او ۲۵۰ زره کسان د ټرافیکې پیښو له امله وژل شوي دی، په ټوليز ډول په موټر کې سفر نظر الوتکو ته سل سلنه خطرناک وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایتوپیايي بوینک ۷۳۷ له پرواز شپږ دقیقې وروسته ولویده او ټول ۱۵۷ مساپر یې ووژل شول.

له بلې خوا د زړه او سرطان ناروغیو له امله مرګ تر بل هر څه ډېر وي.

د هوايي چلن صنغت کې د څېړنو له مخې، ۲۰۱۷ کال د سوداګریزو هوايي کرښو لپاره تر ټولو امن و.

د هالند د To۷۰ په نوم د الوتنو د سلاکارۍ شرکت او د هوايي امنیت د شبکې رپوټونه وايي، په دغه کال بیا د مسافرو لپاره هیڅ پېښه نه ده شوې.