ایران ولې د پاکستان خاوره په توغندیو ولي؟

ایران سرحد

د پاکستان بلوچستان کې د ایران پولې سره نږدې د تالاپ کلي اوسېدونکي وايي، ایراني ځواکونه د شپې د دوی سیمه په توغندیو ولي، چې له امله یې خوبولي ماشومان وېرېږي.

د تالاپ کلي اوسېدونکی قیوم زیاتوي: "ایراني ځواکونو راته ویلي، که له لمر لوېدو وروسته دلته راځم، نو موټر به یې هم وولي".

له تالاپ کلي نږدې نیم کیلومتر لرې د ایران پوله ده.

د دې کلي یوه لور ته که د ایران چوڼۍ دي، بل خوا ته د پاکستانیو ځواکونو کلا ده او د پولې دواړو خواوو ته سني بلوچ اباد دي.

د قیوم په لاس کې د پنځه کیلويي غوړیو ډبی دی چې د ایراني راکټونو ټوټې پکې دي او وايي دا توغندي د ایران له خوا ور توغول شوي.

د نوموړي د دواکان ور هم د ایراني توغندیو په لور پرانیستی، له خاورې جوړو دېولونو ته مو دروي او سوریو ته په اشارې وايي، چې د ایران راکټي بریدونو غار غار کړی دی.

قیوم وايي، د دې توغندیو شکایت یې پاکستاني ځواکونو ته وکړ، خو د هغوی ځواب دا و چې لاسونه یې بند دي:

"ویل یې اسلام اباد سره اړیکه ونیسه، بیا مې قامي اسمبلۍ کې د خپلې سیمې غړي عارف جان سره اړیکه ونیوه، هغه ویل خبره کوم، خو لا هم خبره نه ده شوې".

تالاپ له تپتان نږدې ۴۰ کیلومتره لرې سیمه او د چاغي ولسوالۍ یو کلی دی.

د پاکستان او ایران ترمنځ ۹۰۴ کیلومتره ګډه پوله شته چې پر چاغي سربېره واشک، پنچګور، کیچ، تربت او ګوادر ولسوالۍ هم پکې راځي.

ځايي کرنګر نجیب الله هم د راکټ دوه ټوټې په لاس کې لري، چې د څا سره نږدې یې غورځېدلې دي.

دی وايي، که څا یې لګېدلی، نو مالي تاوان ور رسېده، که څوک لګېدلی نو د سر تاوان ور رسېده:

"داسې شپه به نه وي چې دا راکټونه نه وي راغلي. شپون یا کرنګر نږدې ورشو یا ځمکو ته نشي تللی، دې بریدونو کې شاوخوا خلک ټپیان شوي هم دي".

Image caption خلک له وېرې سیمه پرېږدي.

له تپتان نیولې تر تالاپ شاوخوا کلیو کې ماشومان لوبې کوي، خو تالاب کې وېرېږي، بل دا چې لمر پرېوتو سره خلک کورونو ته ځي.

دا کلی یو نیم سل کورونه لري، خو تر پنځو پورې کورونه کډه شوي دي، دلته یو حکومتي ښوونځی هم شته، خو تړل شوی، مګر مدرسې ته ماشومان ځي.

پر کورونو سربېره د امنیتي ځواکونو مرکز دېوالونه هم غار غار دي. تاڼه کې له پنځو ډېر له یو نیم تر دریو فوټو توغندي شته.

یو سرتېری خدای نظر وايي، چې دا د ایران له خوا د شپې ورځې توغندي ور روان دي.

Image caption د تالاپ ماشومان په وېره او ډار سره لوبې کوي.

د ایران او پاکستان په پوله کې تر یوه بریده دېوال جوړ شوی، ځینې سیمه کې ازغن تار غځول شوی، خو دوه لسیزې مخکې داسې څه نه و.

د تالاپ اوسېدونکي وايي، دوی له پولې اوښتل او د هغې خوا خلک هم دلته راتلل.

پاکستان تېره اونۍ څلور ایراني ځواکونه خوشي کړل چې د تېر اکتوبر پر ۱۶ د سیستان بلوچستان په میر جاوه کې تښتول شوي وو.

له دوی تراوسه نهه خوشي شوي، خو د ایران حکومت یې تور په جیش الغدل ډله اچوي، دا کسان هم چاغي کې خوشي شوي دي.

د جندالله ډلې د مشر عبدالمالک ریګي له نیول کېدو او اعدامېدو وروسته جیش العدل ډله جوړه شوه او د ایران بلوچستان مختلفو سیمو کې پر ایراني ځواکونو بریدونه کوي.

د تالاپ اوسېدونکی ځوان نجیب الله وايي، چې ایران د دې لپاره دا بریدونه کوي چې خلک له دې ځای کډه شي:

"هغوی بریدونه کوي او وايي، د جندالله وال دلته دي، نشه يي توکي پلورل کېږي، خو دا هرڅه درواغ دي، له دې بریدونو موږ له کور بهر کېدلی نه شو".

د چاغي مرستیال کمېشنر فتح خان خجک وايي، پر تالاپ سربېره هوشاب هم دا بریدونه کېږي او ده یې ایراني چارواکو ته شکایت کړی دی.

تېر کال هم د ایران ورته بریدونو کې څلور کسان ووژل او شپږ ټپیان شول، خو د پاکستان حکومت کوم غبرګون ونه ښود.

د روان کال پرورۍ کې د ایران د تر ټولو ځواکمن پوځ سپاه پاسدران د ۲۷ غړو تر وژل کېدو وروسته تهران پاکستان ته خبرداری ور کړ چې د وسلوالو ضد ګام پورته کړي او که داسې نه کوي، د نړیوال قانون له مخې به دوی دا کار کوي.

ایران وايي، پاکستان جیش العدل ته پنا ور کړې، خو اسلام اباد دا تورونه ردوي.