"مېړه مې غوښتل د ملګرو مخ کې یې نڅا وکړم"

اسما د انځور حقوق Asma Facebook
Image caption اسما وایي مېړه یې وهلې ټکولې او سر وېښتان یې ور خریلي

د پاکستان په لاهور کې د اسما په نامه یوې میرمنې پولیسو ته عریضه کړې او خپل مېړه یې تورن کړی چې د هغې وېښتان یې ور خریلي دي.

اسما په عریضه کې لیکلي چې فیصل نومې مېړه یې د نشې په حالت کې خپل څو تنه ملګري کور ته راوستي وو.

اسما وایي، مېړه یې ورنه غوښتنه وکړه چې د هغه د ملګرو پر وړاندې نڅا وکړي، خو هغې له دې کاره انکار وکړ.

عریضه کې ادعا شوې چې فیصل د خپلې مېرمنې له انکار وروسته هغه را ونیوله او د سر وېښتان یې ور وخریل.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شهریار اپرېدي له دې پېښې وروسته یاد وزارت ته په دې اړه د پلټنو امر کړی دی.

د انځور حقوق Social Media
Image caption د پولیسو رپوټ کې اسما ویلي چې مېړه یې نشیي توکي کارول

اسما پولیسو ته په عریضه کې ویلي چې میړه یې نشیي توکي کاروي او تل ترې د خپلو ملګرو پر وړاندی د نڅا غوښتنې کوي.

د اسما په وینا، څلور کاله وړاندې یې له فیصل سره واده وکړ.

هغه وایي چې لومړۍ شپږ میاشتې یې ژوند ښه و، خو له هغې وروسته یې له میړه سره اړیکي خراب شول او خبرو تر تاوتریخوالي ورسېده.

اسما وایي چې مېړه یې لومړی وهلې ‌‌‌‌‌‌ډبولې ده او بیا یې د خپل نوکر په مرسته په ماشین سره د سر وېښتان ور خریلي.

د لاهور پولیس وايي چې د اسما عریضه یې منلې او د هغې د مېړه د نیولو لپاره یې هڅې پيل کړې دي.

ورته مطالب