د ایران او پاکستان ګډ بازار؛ پاکستاني توکي پکې نه پلورل کېږي

پاکستان ایران بارڈر
Image caption له ایران سره په پوله پاکستان اونۍ کې درې ورځې سوداګري لري.

د ایران او پاکستان ترمنځ د بلوچستان په تفتان کې سرحدي کرښه هره اونۍ د دریو ورځو لپاره خلک خپلو کې سوداګري کوي.

له ایران عام توکي لکه ګبین، سابه، خواږه، څښوني او د کور وسایل راوړل کېږي، چې کومه مالیه هم نه لري.

د دواړو هېوادونو د تړون له مخې پاکستان ایران ته مېوه لېږي، خو په ټاکلې ورځ د پاکستان په مخ د ایران لار تړلې وي.

د محمد علي په نوم مزدور وايي، د ایران سوداګر ګټه کوي، خو پاکستانیو ته هیڅ نه رسېږي.

له تېر یوکال راهیسې د پاکستان مېوه بنده ده.

Image caption کارګر محمد علي

دې سوداګرۍ پورې د دوه نیم زرو مزدورانو روزي تړلې، چې ځینې خپله سامان پورته کوي او نور یې ګاډو کې د تفتان ښار تر دوکانونو رسوي

په دې ډول د تفتان د ۱۵ زره وګړو اقتصاد دې سوداګرۍ پورې تړلی دی.

که ایران کې کومه پېښه کېږي نو دا پوله او بازار تړلی وي.

احمد وايي، پوله یوه ورځ پرانیستې او پنځه وځې بنده وي، یوه ورځ چې څه وګټو پنځو کې یې وڅټو، ځکه دلته بله مزدوري نشته.

Image caption دې سرحدي بازار کې دوه نیم زره مزدوران په کار بوخت دي.

د خلکو ترمنځ له دې بې مالیې سوداګري پرته د هېواد په کچه سوداګري هم شته چې بلوچستان ته ترې تر بل هر بندر ډېره ګټه رسېږي چې د کال لس میلیارده روپۍ کېږي.

خو مرستیال کمېشنر مقبول قلندراني وايي، صادرات کم او واردات ډېر دي.

د چاغي مرستیال کمېشنر فتح خان خجک وايي، له تېرو دریو میاشتو ایران ته څه نه لېږل کېږي چې مېوه، لوبتوکي او وریځې پکې دي.

له ایراني چارواکو سره خبره وشوه، ویل یې د مارچ پورې دا مشکل اوارېږي.

اوس چې مارچ پای ته رسېږي، لا هم دا ستونزه په ځای پاتې ده.

Image caption له ایران څخه پاکستان ته د تېلو لېږد چې ډېر قاچاق کېږي هم.

د پاکستان او ایران ترمنځ چې پوله پرانیستې او ډېرې امنیتي پوستې نشته، ایراني ډېزل دغه هېواد ته قاچاق کېږي، چې ان تر مرکز کوټې هم رسېږي.

د پاکستان او ایران ترمنځ ۹۰۴ کیلومتره پوله کې پر چاغي سربېره، واشک، پنجګور، کېچ، تربت او ګوادر راځي.

چې پر ایراني خوراکتونکو سربېره، د دغه هېواد تېل او موټر سایکل هم کارېږي او ایران د پاکستان حکومتي ادراو ته برېښنا هم برابره کړې ده.

ځکه دا سیمه د ایران لپاره یو لوی سوداګریز مارکېټ دی.

Image caption د بلوچستان له سرحدي سیمو ایران ته مزدوران د کار لپاره هم ځي.

د بلوچستان د سرحدي سیمو خلک د کاروبار لپاره د ایران سیستان بلوچستان او نورو سیمو ته تلل، خو تېرو کلونو کې ایران کې د بریدونو له امله دا پالیسي بدله شوې ده.

اوس د دې سیمو پاکستاني وګړي د ۱۵ ورځو لپاره تر محدودو سیمو د کار لپاره تللی شي.

تېره میاشت یوه موټر بم کې د ۲۷ ایراني سرتېرو له وژلو وروسته تهران وویل، چې دغه بریدګر هم پاکستانی و.

د پاکستان او ایران ترمنځ سوداګري اته میلیارد ډالر اټکل شوې، خو د امریکا بندیزونه او وسلوال یې په مخ کې خنډ دي.

د امریکا د بندیزونو له امله د پاکستان کوم بانک په ایران کې څانګې پرانیستلو ته زړه نه ښه کوي.