مایکروسافټ "د ایراني هېکرانو ۹۹ وېبپاڼې" بندې کړې

د انځور حقوق Getty Images

د سافټویر جوړولو شرکت مایکروسافټ وايي، د محکمې له حکم وروسته یې هغه ۹۹ هغه ویب پاڼې یې بندې کړې چې ایراني هکرانو ترې د سایبري حملو په برخه کې کارولې.

دغه شرکت د چهارشنبې په ورځ وویل، دوی له ۲۰۱۳ کال راهیسې د دې ډلې- چې [فسفر] او همدا راز د ای پې ټي ۳۵ په نوم مشهوره ده- وېبپاڼې څارلې.

دغه ډله په دې تورنه ده چې په منځني ختیځ کې له فعالانو، خبریالانو او نورو ادارو او شرکتونو د حساسو معلوماتو په پټولو تورنه ده.

د مایکروسافټ کمپنې د چهارشنبې اعلامیه کې ویلي، دغه هکران پورې تړاو لري خو په مستقیم ډول یې د دې هېواد له حکومت سره نه تړي.

د اشوشیتدپریس د راپور له مخې مایکروسافټ له دې وړاندې هم د ورته سایبری حملو پر وړاندې د مبارزې په اړه له روسیي سره د تړلو وېبپاڼو د بندولو لپاره هم محکمې ته تللی و.

د دغه راپور له مخې دې ډلې امریکایی سازمانونه هم په نښه کړي دي.

مایکروسافټ د مارچ په پنځلسمه- دې وېبپاڼو ته د ننوتلو لپاره د غوښتنلیک له برابرولو او د هېکرانو له خبرولو پرته د هغوی د کنټرول خپلولو لپاره- د امریکا د فدرال محکمې له قاضي اجازه لیک ترلاسه کړ.

دغه شرکت وايي چې هکرانو شبکو ته د ننوتلو او د حساسو اطلاعاتو د تر لاسه کولو لپاره دا وېبپاڼې کارولې.

د میکروسافټ په خبره هکرانو به ایملونه لیږل او یا به یې هم په ټولنیزو شبکو کې پسټونه کول چې په دې سره به یې په خلکو چل کاوه او له دې لارې به یې د هغوی کمپیوټرونو ته لار پیدا کوله.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې د امریکا د استخباراتو شنونکي، خصوصي شرکتونه او پوهنتونونه وايي، چې ایراني هکرانو د دفاعي برخې قراردادیان، د ګازو او نفتو شرکتونه، د امریکا ملي اردو، اسرائیل او د خلیج سیمه په نښه کړې ده.

وال سټریټ ژورنال د مایکروسافټ له اړخه راپور ورکړی، چې سیسټم کې د ایراني هکرانو نفوذ د دې لامل شوی چې د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې حکومتونو ته په میلیونونه ډالر زیان واوړي.