د لومړي ماشوم له زېږولو یوه میاشت وروسته ښځې دوه نور ماشومان وزېږول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مېرمن سلطانه نه پوهېده دوه نور ماشومان یې به نس کې دي

یوې ښځې د یوه ماشوم له زېږولو نژدې یوه میاشت وروسته غبرګوني وزېږول. د بنګله دېش اوسېدونکې ۲۰ کلنه عارفه سلطانه د فبرورۍ وروستیو کې د یوه هلک له زېږولو ۲۶ ورځې وروسته په ګېډه کې د درد له شکایت وروسته روغتون ته ولېږدول شوه او هلته یې د بېړنیو جراحي عملیاتو په واسطه روغ رمټ غبرګوني ماشومان وزېږېدل.

د مېرمن سلطانه لومړی ماشوم د کهولنه سیمه ییز روغتون کې زېږېدلی و او دوه نور ماشومان یې بیا د مارچ پر ۲۱ د جیسور سیمې 'الدین ' روغتون کې وزېږېدل.

د دغه روغتون نسايي ولادي څانګې ډاکټرې شیلا پودار بي بي سي ته وویل:

''کله چې ناروغه روغتون ته راوړل شوه، موږ یې الټراساونډ معاینه وکړه او معلومه شوه چې د رحم بله برخه کې یې دوه نور ماشومان هم شته. موږ هک حیران پاتې شو. له دې مخکې مې داسې حالت هیڅکله نه و لیدلی. ''

ډاکټره شیلا زیاتوي مېرمن سلطانه او مېړه یې 'ډېر بیوزله ' کلیوال دي او د لومړي ماشوم له زېږېدو مخکې یې 'هيڅکله الټرا ساونډ معاینات نه وو کړي. '

نوموړې وايي، مېرمن سلطانې له جراحي عملیاتو وروسته یو هلک او یوه نجلۍ وزېږول.

شل کلنه عارفه سلطانه او ماشومان په روغتون کې له څلورو ورځو تېرولو وروسته کور ته ستانه شوي دي.

ډاکټره پودار وايي:

''د ماشومانو او مور روغتیا یې ښه ده، خورا ډېره خوشحاله یم چې هر څه سم پر مخ لاړل. ''

سنګاپور کې د نسايي ولادي چارو یو ماهر وايي، د یوه زېږون پر مهال د مور په رحم کې د بل ماشوم پټ پاتې کېدل دومره بې ساري حالت هم نه دی، چې څومره یې خلک په تړاو فکر کوي:

ډاکټر کرسټوفر این جي بي بي سي ته وویل:

''که د ماشوم زېږېدو مخکې الټراساونډ هم وشي، کله نا کله څرګند ښکاري چې رحم دوې برخې لري، خو ښايي دغې مور د بیوزلۍ له کبله د معایناتو اسانتیا ته لاسرسی نه درلود. ''

د اي ایف پي خبري اژانس رپوټ کې د مېرمن سلطانه له قوله ویل شوي، چې ماشومانو ته خوشحاله ده، خو وايي، د کورنۍ بیوزلۍ له کبله یې پالنې ته اندېښمنه ده.

رپوټ زیاتوي، د عارفې مېړه چې مزدوري کوي په میاشت کې په سختۍ سره ۶۰۰۰ ټکې 'څه باندې ۵۳ ډالره ' ګټي، خو وايي د کورنۍ او ماشومانو پالنې لپاره به خپل 'ټول وس وکړي. ' نوموړی وايي:

''دا د الله تعالی لطف او مهرباني ده چې ټول ماشومان مې روغ رمټ دي، د دوی خوشحاله ساتلو لپاره به خپل ټول توان وکاروم. '' د بي بي سي یوتې تان رپوټ