اونیز بحث: دامریکا لخوا د جولان په غونډیو داسرایلو واکمنۍ منلو اغېزې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اونیز بحث: دامریکا لخوا د جولان په غونډیو داسرایلو واکمنۍ منلو اغېزې

د امریکا ولسمشر د جولان په غونډیو په رسمي توګه د اسرایلو واکمني منلې ده. دا سیمه د ۱۹۶۷ کال جګړې کې اسرایلو له سوریې نیولې وه. په ۱۹۷۳ کال کې سوریې ددې سیمو د بېرته نیولو ناکامه هڅه کړې وه. اوس دمشق وايي چې د خپلې دې سیمې بېرته ترلاسه کولو لپاره به له ټولو امکاناتو کار اخلي. روسیې هم د امریکا دا پرېکړه غندلې ده. زمونږ همکار عنایت الحق یاسیني اونیز بحث کې په متحده عربي اماراتو کې د منځني ختیځ د چارو له کارپوه الله نور سیلاب صافي او په متحدو ایالتونو کې د منځني ختیځ د چارو له کار پوه ډاکټرعالم پایند سره ددې پرېکړې پر اهمیت او د منځني ختیځ په امنیت او ثبات د هغې په احتمالي اغېزو غږېدلی دی.