روسیه: ټرمپ دې "بې نزاکتي" نه کوي

ماریا د انځور حقوق Getty Images
Image caption د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخاوروا

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا خبرې "بې نزاکتي" بولي چې ویلي یې دي روسیه باید له "وینزویلا ووځي". ولسمشر ټرمپ دا خبره وروسته له هغه کړې وه چې یو شمېر روسي پوځي افسران وېنزوېلا ته ورسېدل.

مسکو د کراکس او ولسمشر نیکولاس مدورو اصلي ملګری دی، او پر سیاسی ملاتړ سربېره یې وینزویلا کې د تېلو او انرژۍ صنعت کې په میلیاردونو ډالر پانګونه کړې ده.

خو امریکا بل لور ته پر وینزویلا سخت بندیزونه لګولي او د دغه هېواد د پارلمان د مشر حوان ګوایدو ملاتړ کوي. حوان ګوایدو د ولسمشر مادورو حکومت ناروا او ځان د لندمهالي حکومت مشر بولي.

مسکو له ښاغلي ګوایدو د واشنګټن ملاتړ سره مخالفت وکړ او د نړیوالو قوانینو خلاف یې وباله.

وروستیو ورځو کې داسې رپوټونه دي چې مسکو د وینزویلا پلازمېنې کراکس ته پوځیان او تجهیزات لېږلي دي.

وینزویلا چې له اقتصادي ګډوډۍ سره مخ ده بیا بیا امریکا خپلو کورنیو چارو کې په لاسوهنه او ان دغه هېواد کې د کودتا په هڅو تورنوي.

روسیه څه وايي؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption د کراکس هوايي ډګر کې روسۍ الوتکې

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارا د ټرمپ د خبرو غبرګون کې وویل:

"دا چې وايې بهر شئ، مطلب دې څه دی؟ د یوې سیلاني ډلې په هکله وايې چې باید بهر شي؟ یا د انرژۍ کمپنیو په هکله چې باید تړونونه لغوه کړي او لاړ شي؟ له بهر شئ دې مطلب څه دی"؟

هغې زیاته کړه: "دا چې روسیې ته وایې له وینزویلا ووځه، دا له خپل حد تېرېدل دي. دا په نړیواله کچه بې نزاکتي ده".

ټرمپ څه ویلي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ویلادیمیر پوتین او نیکولاس مدورو نږدې ملګري بلل کېږي.

ټرمپ د چارشنبې په ورځ سپینه ماڼۍ کې د ونزویلا د ځانبولي مشر حوان ګوایدو له مېرمنې فابیانا روزالس سره لیدنه کې خبریالانو ته وویل: "روسیه باید ووځي".

یوه خبریال ډونلډ ټرمپ وپوښت "څنګه"؟ ده په ځواب کې وویل، "باید وګورو چې څه کېږي، ټول غوراوي په پام کې شته".

روسیه وایي، د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزې پوځي همکارۍ او پوځي تړون له مخې وینزویلا کې ده.

د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین ویاند دیمیتري پیسکوف هم له تاس خبري اژانس سره خبرو کې ویلي:

"زما په اند له حکومتونو سره زموږ دوه اړخیزه همکاري باید بل هېواد ته اندېښمنوونکې ونه بلل شي".

هغه زیاته کړه: "موږ د ونزویلا کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو... هیله من یم نور هېوادونه هم دغه لار خپله کړي او د ونزویلا خلک پرېږدي چې خپل برخلیک په خپله وټاکي".

ښاغلي پیسکوف د نړۍ مختلفو سیمو کې د امریکا پوځ ته په اشارې وویل: "هیڅوک دوی ته نه وايي چې باید چېرته وي او چېرته نه وي".

د جنجال سرچینه

د انځور حقوق Reuters
Image caption د وینزویلا پوځي د نیکلاس مادورو ملاتړی دی

د تېرې شنبې په ورځ رپوټونه ورکړل شول چې د روسیې دوه پوځي الوتکې له پوځیانو او تجهیزیاتو سره د وینزویلا پلازمېنې کراکس ته نږدې لوی هوايي ډګر کې کوزې شوې.

په ورته مهال د روسیې سپوتنیک خبري اژانس وویل، چې پوځي تړونونو ته د ژمنتیا او ملاتړ له مخې دا الوتکې وینزویلا ته تللې دي.

د دې رپوټونو خپرېدو پسې وینزویلايي خبریال حاویر مایورکا ټوېټر کې ولیکل چې له دې الوتکو تر سلو سرتېري او نږدې ۳۵ ټنه تجهیزات کوز کړل شول.

د یکشنبې په ورځ د کراکس هوايي ډګر کې د داسې الوتکو څو عکسونه خپاره شول چې د روسیې بیرغ پر رپاند و.

دا ډول داسې عکسونه هم خپاره شول چې د کراکس هوایي ډګر کې یې د روسي سرتېرو د شتون ادعا کوله.

د انځور حقوق EPA
Image caption ولسمشر ټرمپ د وېنزوېلا د اپوزیسیون د مشر له مېرمنې سره کتلي

د نیکولاس مادورو د دویمې ولسمشرۍ پیلېدو سره د امریکا او وینزویلا اړیکي خراب شوي، خو د مسکو او کراکس اړیکي نور هم پیاوړي او نږدې شوي دي.

تېر ډیسمبر کې روسیې وینزویلا ته دوه پوځي الوتکې واستولې او د مانورو برخه یې وبلله.

وینزویلا کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د پارلمان د مشر حوان ګوایدو په مشرۍ د نیکولاس مادورو د حکومت ضد مظاهرې کېږي.

د حوان ګوایدو په مشرۍ د نیکولاس مدورو مخالفان نوموړی په ټاکنو کې په درغلیو تورنوي، خو ښاغلی مادورو دغه مخالفان د امریکا په ملاتړ د ده د حکومت نسکورولو تورنوي.

که څه هم ښاغلی ګوایدو تېرو ټاکنو د درغلیو او د خپل هېواد د اساسي قانون په پلمه کولو سره تر بیا ټاکنو ځان ولسمشر بولي، خو تېرو میاشتو کې یې د سلګونو زرو ملاتو په مظاهرو سره هم د خپل هېواد د پوځي مشرانو ملاتړ خپل نه کړ.شوې

ورته مطالب