چین: امریکا دې د مسعود اظهر په تړاو له غور کار واخلي

پاکستان د انځور حقوق AFP

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، د جیش محمد ډلې د مشر مسعود اظهر په تړاو یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړلیک نه دی ویټو کړی.

د دغه وزارت ویاند ګینګ شوانګ دا هم وايي، چې په دې تړاو دې امریکا او امنیت شورا له غور کار واخلي او داسې څه دي نه کوي چې مسله نوره هم پېچلې کړي.

* د پاکستان او هند پوځي وړتیا پرتلل

* چین ولې د پاکستان او هند ترمنځ جګړه نه غواړي؟

د امنیت شورا غړي چین هغه پرېکړه لیک څو ځل ویټو کړی چې ور سره به مسعود اظهر نړیوال ترهګرو پېژندل شي.

څو ورځې مخکې هم چین د ټیکنیکل هولډ له مخې یو ځل بیا د دې پرېکړه لیک مخه ونیوه.

دا وړاندیز د پرورۍ پر ۱۴ د هند واکي کشمیر پلوامه ولسوالۍ کې تر ځانمرګي برید وروسته نوي ډېلي د امنیت شورا د ۱۲۶۷ سیکشنز کمېټې له مخې وکړ او په ملاتړ یې د دې شورا دریو غړیو- امریکا، برتانیا او فرانسې ملاتړ وکړ.

د انځور حقوق Chinese Foreign Ministry
Image caption د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند

په دې تړاو ګینګ شوانګ وایي، چین ټولو قوانینو ته درناوی لری، خو یوازې د ټیکنیکل هولډ له امله دا کار و

"د مسعود اظهر مسله کې ډېره پېچلتیا ده، ښکېلو لورو د خبرو هیله کړې او چین یې هم ملاتړ کوي. دغسې حالت کې امنیت شورا ته غور پکار دی او باید د خبرو لپاره ښکېلو لورو ته وخت او ځای ور کړي".

نوموړی پر امریکا نیوکه کوي او وايي، د امنیت شورا ۱۲۶۷ سیکشنز کمېټي یې پرېښوده او نېغه امنیت شورا ته لاړه چې مسله یې لا ستونزمنه کړې ده:

"چین پر امریکا ټینګار وکړ چې د ښکېلو لورو هڅو او د امنیت شورا دود عادي وساتي، چې ور سره د ۱۲۶۷ سېکشنز کمېټي واک اغېزمن نه شي".

نوموړی وایي، هیله لري چې امریکا له هر اړخه له غور کار واخلي او کوم سخت ګام پورته کولو ډډه وکړي.شو:

ورته مطالب