له درې میاشتې مخکې د ذهناً مړې ښځې ماشوم وزېږېد

د انځور حقوق Getty Images
Image caption فایل تصویر: ویل کېږي ماشوم له تنفسي ستونزو سره زېږېدلي، خو له دریو اونیو وروسته به له روغتونه کور ته واستول شي

د هغې ۲۶ کلنې ښځې وروستي مراسم تر سره شوي، چې د پنجشنبې پر ورځ یې سره له دې چې له دسمبر راهیسې په ذهني توګه مړه وه، ماشوم وزېږيد.

ورزشکاره کتراینا سیقویرا په خپل کور کې د سختې ساه لنډۍ له حملې وروسته رسماً له ذهني پلوه مړه بلل شوې وه. نوی ماشوم چې د سالوادور نوم ورکړل شوی، د خپلې مور له ۳۲ اونیزې مېندوارۍ ورورسته په نیوناتال روغتون کې وزېږېد.

پرتګال کې دا دویم داسې ماشوم دی چې په ذهني توګه له مړې مور زېږېدلی دی. سیقویرا چې نړیوالو لوبو کې یې د خپل هېواد استازیتوب کاوه، له کوچنیوالي د ساه لنډۍ پر ناروغۍ اخته وه.

رپوټونو کې ویل شوي، پر نوموړې هغه مهال د ساه لنډۍ سخته حمله وشوه، چې د ۱۹ اونیو مېندواره وه او خپل عمر یې ۱۹ کاله و. د کوما حالت کې روغتون کې بستري شوه، خو حالت یې ورځ تر بلې خراب شو او څو ورځې وروسته د تېر دسمبر پر ۲۶ مه له ذهني پلوه مړه وبلل شوه.

د یوه ماشوم له زېږولو میاشت وروسته ښځې دوه نور ماشومان وزېږول

یوه ښځه د مېندوارۍ پر مهال بیا مېندواره کېدای شي؟

له هغه وروسته تر ۵۶ ورځو پورې د نوموړې په بدن پورې تنفسي اله یا وینټلیټر د دې لپاره غوټه شوی و، چې په رحم کې دننه ماشوم یې ژوندی پاتې شي.

ډاکټران وايي، هدف دا و چې د دغې ښځې مېندوارۍ ته تر ۳۲ اونیو پورې اتنظار وشي، خو په خبره یې د هغې تنفسي حالت په خرابیدو و او له همدې کبله جراحی عملیات له ټاکلې مودې د پنجشنبې ورځې ته رامخکې کړل شول.

د روغتون چارواکو په وینا د مېنداورۍ ۳۲ اونۍ د نوي زېږیدلي ماشوم د ژوندي پاتې کېدو احتمال لړ کې مهم بلل کېږي.

د بدن غړو بسپنې قانون

د روغتون اخلاقیاتو کمېټې مشر فلیپ المیدا وايي، د دغې مور په رحم کې د ماشوم ژوندي ساتلو پرېکړه د هغې له کورنۍ سره له مشورې وروسته شوې وه او دا ځکه چې نوموړې د پرتګال بدن غړو بسپنې قانون له مخې فرضاً راضي نه وه ټاکل شوې. نوموړي ابزروادور نومې وېبپاڼې ته وویل:

''د بسپنې معانا یوازې دا نه ده چې څوک خپل زړه، یا سږی یا ینه نورو ته ورکړي، بلکې معانا یې دا هم ده چې د ماشوم ژوندي پاتې کېدو لپاره یو څوک ځان سپاري او هېڅوک حق نه لري چې د مور پرېکړې بهیر کې مداخله وکړي. ''

د ماشوم پلار او نورې کورنۍ یې غوښتل چې وزېږي. د سیقویرا مور ماریا دي فاطمه برانسو پرتګال ټلویزیون ته وویل، د دسمبر پر ۲۶ مه یې له لور سره خدای پاماني کړې، خو د ماشوم ژوندي ساتلو پرېکړه ځکه شوې، چې پلار یې تل هیله من و چې اولاد ولري.

رپوټونو کې ویل شوي، د نوي زېږېدلي ماشوم وزن یو اعشاریه اووه کیلو ګرامه دی او تر دریو اونیو پورې به روغتون کې ساتل کېږي. ۲۰۱۶ کال کې لیسبون کې لاورینسو نومي یو بل ماشوم تر ۱۵ اونیو پورې د مړې مور په رحم کې له پاتې کېدو وروسته وزېږيد.