د نارینه وو لپاره د حمل د مخنیوي‌ ګولۍ

سپرم د انځور حقوق Getty Images

کارپوهانو یوه طبي کنفرانس ته ویلي، هغه درمل په لومړنۍ ازموینه کې کامیاب ثابت شوي، چې د مېندوارۍ یا حمل مخنیوي لپاره یې نارینه کارولی شي. دغه درمل چې د ګولۍ په بڼه دي، په ورځ کې یو ځل خوړل کېږي او د ماهرینو په وینا سپرم تولیدونکي هارمونز کنټرولوي.

خو ډاکټران بیا وايي بازار ته د دغو ګولیو وړاندې کول ښايي یوه لسیزه وخت ونیسي.

د ښځو لپاره د مېندوارۍ مخنیوي ګولۍ لومړی ځل نژدې پنځوس کاله مخکې برتانیا کې تولید شوې، خو د نارینه وو لپاره دغه ډول درمل نه تولیدېدو په اړه بېلا بېل نظرونه موجود دي.

ځینې کسان په دې باور دي چې په ټولنیزه او کاروباري کچه د دې لپاره ډېره لېوالتیا نه وه، خو اوس ځینې عامه نظر پوښتنې ښيي چې که دغه ډول درمل بازار ته وړاندې کېږي، ډېر نارینه به یې استعمال کړي.

پاکستان د میندوارۍ د مخنیوي درملو اعلانونه بند کړي

هند کې د ورځې له خوا د کانډم پر اعلان بندیز

د ټرمپ فرمان که د میلیونونه امریکایي ښځو د مینداورۍ وړیا مخنیوی

بل لور ته برتانیا کې د انګلیا رسکین پوهنتون د ۲۰۱۱ کال یوه رپوټ له مخې د ۱۳۴ ښځو له ډلې ۷۰ داسې اندېښنه ښوولې چې ښايي مېړونه یې هره ورځ د دې درملو خوړل یاد و نه ساتي.

د هارمونز کنټرولونکو دغو درملو تولید کې یوه ننګونه دا هم وه، چې هسې نه د درملو خوراک سره نارینه وو کې د جنسي اړیکو هیله مړاوې شي. د یو روغ رمټ نارینه په بدن کې د شته هارمونز له کبله پرلپسې نوي سپرم چمتو کېږي.

اوس ماهرین وايي، د واشنګټن پوهنتون او بایو میډ په شریکه دغه چمتو شوي درمل به خپل هدف ته رسېدو کې کامیاب شي.

په نیو اورلینز ایالت کې د دغه طبي کنفرانس پر مهال ماهرینو وویل، پر ۴۰ نارینه وو دغه نوي درمل ازمویل شوي دي چې د دوی په وینا لومړنۍ طبي ازموینه یې بریالۍ وه او له ازموینې وروسته د دغو کسانو هارمونز کچه بېرته د معمول کچې ته وګرځېده.

د انځور حقوق Getty Images

د ازموینې دغه بهیر کې د جانبي اغېزو یا سایډ افکټس کچه هم خورا ټیټه وه.

یو شمېر نور ساینسپوهان بیا پر داسې پچکارۍ یا انجکشن چمتو کولو لګیا دي چې ویل کېږي که هره میاشت ولګول شي، د ماشومان زېږد تر منځ وقفې کې ګټورې ثابتیدای شي.

خو په ازموینه کې ځینو شاملو نارینه وو ویلي، د انجکشن له لګولو وروسته د ځینې نورو جانبي اغېزو تر څنګ خواشیني ول، ځکه ماهرینو اوس په تجربه کې نوي کسان شامل کړي دي.