سلواکیا کې لومړی ځل یوه ښځه ولسمشره وټاکل شوه

کابل د انځور حقوق Reuters
Image caption اغلې کاپوتووا خپلې تاکنیزې منډې ترړې د 'د خیر او شر ترمنځ ټاکنه' په عنوان پرمخ بیولې.

زوزانا کاپوتووا د سلواکیا د لومړۍ ښځینه ولسمشرې په توګه ددې هېواد په ټاکنو کې بریالۍ شوې ده.

نوموړې چې د فساد سره مبارزې شعار ټاکنو ته درېدلې وه او پخوانۍ سیاسي تجربه نه لري، وکوای شو خپل مخکښ ټاکنییز سیال ډیپلوماټ ماروس سېفکوویچ ته ماتې ورکړي. د هغې رقیب د اروپايي ټولنې لوړپوړی چارواکی هم دی.

اغلې کاپوتووا خپلې تاکنیزې منډې ترړې د 'د خیر او شر ترمنځ ټاکنه' په عنوان پرمخ بیولې.

د سلواکیا پر سږنۍ ټاکنو د یوه خبریال وژنې سیوری غوړولی و. یان کوچیاک چې د لوړپوړي دولتي کسانو د فساد په اړه یې څېړنې کولې تېر کال له خپلې کوژدنې سره د ناپېژندل شویو وسله والو لخوا ووژل شو.

نوې تاکل شوې ولسمشرې ددغه خبریال وژنه ټاکنو ته د درېدو یو لوی لامل په ګوته کړی دی.

۲۷ کلن یان کوچاک چې د سوداګرو او لوړپوړ دولتي چارواکو ترمنځ د فساد په اړه یې رپوټ چمتو کاوه چې له خپلې کوژدنې مارتینا کوسنیروا سره یوځای د سلواکیا د پلازمینې ۶۵ کیلومترۍ ته پراته کلي ولکا ماچا کې ووژل شو.

د انځور حقوق AFP
Image caption ډیپلوماټ ماروس سېفکوویچ د سلواکیا په سږنۍ ټاکنو کې ماتې خوړلې

سلواکیا کې د ولسمشرۍ دنده تر ډېره تشریفاتي ده خو سږ ټاکنو کې له 'فساد سره د مبارزې' بحثونه او د 'خیر او شر ترمنځ انتخاب' شعار تاوده بحثونه پیل کړي و چې دې ټاکنو لومړي پړاو کې ګټونکی نه درلود خو اغلې کاپوتووا او ښاغلی سېفکوویچ په دې ټاکنو کې دوه مخکښ نوماندان دویم پړاړو ته ورسېدل.

زوزانا کاپوتووا وکوای شو ۵۸ سلنه رایه ترلاسه کړي. ټاکنیز سیال یې یوازې ۴۲ سلنه رایې ګټلي.

نوې ۴۵ کلنه ولسمشره له خپل مېړه جدا شوې او دوه ماشومان لري.