هندي ښار چې جنسي کاروبار پکې له پېړیو میراثي پاتې دی

هند
Image caption د هند په پاکشارا ټبر په یوې لرې پرتې او بېوځله سیمه کې ژوند کوي چې اوسېدونکي یې تر ډېره د عاید له پلوه پر ښځو تکیه دي.

سره له دې چې په هند کې ډېری کورنۍ لا هم د هلک زېږېدنه غوره ګڼي، خو په دې هېواد کې یو پلار د خپلې لور هینا زېږېدنه په جشن نمانځلې، خو د 'ناوړه هدف' لپاره.

هېنا د هند په پاکشارا ټبر کې زېږېدلې چېرې چې مشران خپلې لس -دولس کلنې لوڼې جنسي کارېدنې ته اړباسي. دا ناوړه دود هلته له پېړیو راهیسې دوام لري.

کله چې هېنا لویه شوه، تر دې کوچنۍ خور یې دا کار کاوه او همدارنګې دوام مومي.

دا دود هلته له یوه نسل نه بل ته لېږدېدلی او اوس په ''میراثي او منل شوي دود بدل شوی''.

په دې ښار کې نارینه د کوچنیو نجونو د جنسي کاروبار له لارې په ترلاسه شوي عاید ژوند کوي.

له درې میاشتې مخکې د ذهناً مړې ښځې ماشوم وزېږېد

هولي: د رنګونو جشن

هند کې د عمومي ټول ټاکنو نېټه اعلان شوه

ځینې وخت بیا ددوی پلار یا ورور 'دلالي' کوي.

ان په دې هندي قبیله کې ودونه په بیل ډول ترسره کیږي، ځکه د واده کورنۍ چې کله د خپلې لور لپاره لوی مهر غواړي، 'معکوس مهر' په نوم مهر غوښتنه کوي.

هېنا هم له ماشومتوبه دې کار ته اړ کړای شوې ده. هغې بي بي سي ته ویلي: "کله چې دې کار ته مجبوره شوم، زدکړې مې پرېښودې او اړ شوم هغه لاره ونیسم چې زما مور او نیا تعقیبوله. زما عمر یوازې ۱۵ کاله و."

هېنا به هره ورځ له خپلو مالداره مشرتیانو سره جنسي اړیکه ټینګوله.

Image caption په دې ښار کې نارینه د کوچنیو نجونو د جنسي کاروبار له لارې په ترلاسه شوي عاید ژوند کوي.

نوموړې وايي، کله چې ۱۸ کلنه شوه ځان ته یې پام شو.

"احساس مې وکړ چې زه په خطا لار روانه یم، ځان ته مې غصه راتله، خو ایا ماسره بله چاره وه؟ که زه دا کار پرېږدم زما د کورنۍ به عاید له کومه کړي؟"

دغه ټبر د هند په یوې لرې پرتې او بېوځله سیمه کې ژوند کوي چې اوسېدونکي یې تر ډېره د عاید له پلوه پر ښځو تکیه دي.

د یو ټولنیز بنسټ همغږی کوونکی اکاش چوهان وايي، ددې سیمې کم عمره نجونې چې د جنسي کاروبار لپاره کاریږي ددې سیمې دریمه برخه جوړوي.

دوی د هند د مادیا پردیش ایالت په درې سیمو کې د لویې لارې شاوخوا پراته دي چې د لویو ګاډو چلوونکي او مسافر هلته دمې لپاره تمیږي.

ددې کاروبار رازونه

ډېری وخت کوچنۍ نجونې په فردي او ډلییزه توګه د مشتریانو د جذبولو لپاره له خپلو خونو بهر دریږي.

همداراز د سړک دواړو غاړو ته مسوول کس یا د کورنۍ مشران په کوچنیو خونو کې ناست وي چې د مشتریانو سره خبرې پکې ترسره کیږي. قیمتونه یې له ۱۰۰ تر ۲۰۰هندي روپیو پورې وي.

هېنا وايي هره ورځ شاوخوا پنځه کسان دوی ته ورځي او د شپې لخوا یې مشتریان کمیږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هېنا وايي هره ورځ شاوخوا پنځه کسان دوی ته ورځي او د شپې لخوا یې مشتریان کمیږي.

سیمه ییزو رسنیو هلته د روغتیا په برخه کې له جدي ستونزو رپوټونه ورکړي.

ددې سیمې د ۵۵۰۰ کسانو وینې ازموینې ښيي چې ۱۵ سلنه کسان هلته په اېډز اخته شوي دي.

ویل کیږي هلته ځینې نجونې مېندواره دي او یو شمېر نورې ماشومان لر. دوی اړ کیږي چې لانور ماشومان وزیږوي چې کاروبار یې زیات شي او خپل عاید لوړ کړي.