'سعودي د امازون د میلیاردر مشر ټیلیفون هک کړی و'

امازون د انځور حقوق Reuters
Image caption د امریکايي انلاین پېر او پلور مشهور شرکت امازون مشر جیف بېزوس

د امریکايي انلاین پېر او پلور مشهور شرکت امازون مشر جیف بېزوس استخباراتي کسانو پر عربستان تور پورې کړی چې ګواکې د ښاغلی جیف ټیلیفون یې هک کړی او د نوموړي ټلیفون ټولو معلوماتو ته یې لاسرسی موندلی دی.

ښاغلی بېزوس وايي استخباراتي کارکوونکو یې ورته ویلي چې د ټیلیفون شخصي پیغامونه او ډیتیټا یې انکوایرر نشنل ټلوېزیون ته څنګه رسیدلي.

د امازون مشر په دې برخه کې د څېړنو لپاره ډي بېکر ګمارلی و چې دا موضوع په سم ډول وڅېړي.

دی وايي، د ښاغلي بېزوس ټیلیفون د جمال خاشقجي له مرګ وروسته هک شوی.

سعودي تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

سعودي د پاکستان په همکارۍ اتوم بم جوړول غواړي؟

د سعودي لوی زندان کې د عرب- امریکایي ډاکټر ربړونه

سعودي د اسامه بن لادن له زوی تابعیت اخیستی

جیف بېزوس د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې مشر او د نړۍ د میلیاردرانو له ډلې دی.

څېړونکي بېکر ډیلي بیسټ ورځپاڼې ته ویلي، ''زموږ څېړنې ښيې چې سعودي د ښاغلي بېزوس ټيلیفون هک کړی و او د نوموړي شخصي پیعامونه یې لوستي دي".

د نوموړي د ټلیفون هک کېدو خبره تېره میاشت په امریکايي رسنیو کې وروسته له هغې توده شوه چې نوموړی بلک مېل شو او ترې وغوښتل شول چې د خپلې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په اړه څرګندونې وکړي.

جیف بېزوس وايي، ده ته ګواښ و شو چې که داسې ونه وايي چې ورځپاڼه یې سیاسي موخې نه لري، دده شخصي نامناسب انځورونه به خپاره شي.

نوموړی تور پورې کوي چې سعودي واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په نښه کړې وه، ځکه چې ترکیه کې د سعودي په قونسلګرۍ وژل شوي خبریال جمال خاشقجي دغې ورځپاڼې ته لیکنې کولې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ویل کیږي سعودي واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ځکه په نښه کړې وه چې خبریال جمال خاشقجي دغې ورځپاڼې ته لیکنې کولې.

ډي بېکر وايي"ځینې امریکایان دې ته حیران دي چې عربستان له تېر اکتوبره په دې هڅه دي چې جیف بېزوس ته تاوان ورسوي، ځکه چې واشنګټن پوسټ د خاشقجي د قتل قضیې ته په پراخه کچه خبري پوښښ ورکړی."

ډي بېکر ویلي: "دا ښکاره خبره ده چې اي ام بي ایس واشنګټن پوسټ خپل لوی دښمن ګڼي."

رویټرز خبري اژانس ویلي، په واشنګټن کې د سعودي سفارات د ډي بېکر د تورنو په اړه څه نه دي ویلي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر تېره میاشت ویلی و چې "د جیف بېزوس په کار کې هیڅ ډول لاسوهنه نه کوو او موږ پورې اړه نه لري"

د ډي بېکر د تورونو پر وړاندې تر اوسه د سعودي ولیعهد څه نه دي ویلي.