ورځپاڼې: امریکایان غني سره له مخامخ شخړې ډډه کوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ورځاپڼې: امریکایان غني سره له مخامخ شخړې ډډه کوي

نيويارک ټايمز ورځپاڼه وايي افغانستان کې د امريکا دا اوږدمهالى شعار چې له خپلو افغان متحدينو سره اوږه په اوږه ولاړه ده نور د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار لپاره سمون نه لري.

ورځپاڼه وايي ډيپلوماټانو او لوړ پوړو چارواکو تاييد کړې چې امريکايي چارواکو بيا بيا له ښاغلي محب سره له کتنو ډډه کړې او يا له هغو غونډو وتلي چې ده په کې حضور درلود.

د امريکايانو غوسه په امريکا کې د سولې خبرو اترو د څرنگوالي په تړاو پر زلمي خليلزاد د نوموړي د نيوکو له امله ده.

ورځپاڼه افغانستان کې د مېشتو لوېديځوالو ډيپلوماتانو په وينا وايي ښاغلي محب سره پېښ شوى حالت بې مخينې دى او د يوه اروپايي ډيپلومات په وينا امريکا پر خپلو ناټو متحدينو فشار راولي چې دوى هم له ښاغلي محب نه مخ واړوي.

ورځپاڼه وايي د کابل په سياسي کړيو کې دا څرگنده ده چې امريکايان له ښاغلي محب ډېر ولسمشر غني ته په غوسه دي، چې په پياوړي اټکل ښاغلي محب د ولسمشر د نظرونو استازيتوب کاوۀ خو پر ښاغلي محب پام ټول ساتلو سره امريکايان غواړي له ولسمشر غني سره له مخامخې شخړې ځان وساتي.

انډيا ټايمز ليکلي چې پاکستان په کشمير کې پر هندي پوځيانو د وروستي ځانمرګي بريد په تړاو چې ٤٠ تنه پکې ووژل شول، له پلټنو سره غواړي وخت تېر کړي. ورځپاڼه وايي پاکستان په دې لړ کې له هند يو لړ بې ارزښته پوښتنې کړي او د چاودېدونکو توکو د څرنگوالي په تړاو يې د پوښتنو يو نوملړ وړاندې کړى دى.

Image caption نيويارک ټايمز ورځپاڼه وايي افغانستان کې د امريکا دا اوږدمهالى شعار چې له خپلو افغان متحدينو سره اوږه په اوږه ولاړه ده نور د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار لپاره سمون نه لري.

ورځپاڼه وايي د جيش محمد په نامه يوې ډلې چې مشران يې پاکستان کې دي د بريد پړه منلې، خو پاکستان هڅه کوي له دغه راز پوښتنو سره پلټنې وځنډوي. خو پاکستان وايي چې پلټنو يې د جيش محمد او کشمير بريد ترمنځ تړاو نه دى موندلى.

خليج ټايمز دوبۍ کې د يوۀ نوي پرانيستل شوي پارک يادونه کړې چې "قراني پارک" نومېږي. ورځپاڼه وايي د پارک د ترټولو مهمو عنصرونو کې له هندارو جوړ يو کور دى چې په کې داسې بوټي شته چې په قران شريف کې يې يادونه شوې او په ځانگړې تودوخې کې شنه کېږي. داسې هټۍ په کې جوړ شوي چې په قران شريف کې ياد شوي بوټي او گياه پکې پلورل کېږي او د معجزو د څمڅې په نامه هم په کې يو ځاى شته.

دا پارک ديوالونه نه لري چې خلک وتوانېږي له بېلابېلو اسانتياو يې گټه واخلي