عرب مشران ټرمپ ته یو موټی، خو خپلو کې وران

عرب د انځور حقوق EPA
Image caption د عرب ټولنې مشرانو د خپلې سرمشريزې د پاى بيان کې ويلي چې ټولنه به د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په يو پريکړه ليک کې وسپاري چې د امريکا د دې ګام غندنه وکړي .

د عربي هېوادنو ټولنې يا عرب ليگ د دونالډ ټرمپ له خوا د جولان پر غونډيو د اسراييلو حاکميت په رسميت پيژندنه ناقانونه او بې اعتباره بللې ده.

د عرب ټولنې مشرانو د خپلې سرمشريزې د پاى بيان کې ويلي چې ټولنه به د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په يو پريکړه ليک کې وسپاري چې د امريکا د دې ګام غندنه وکړي.

عرب ليګ ټينګار کوي چې د جولان لوړې د سوريې د خاورې برخه ده.

د يادې ټولنې د سرمشريزې په پرېکړه ليک کې راغلي چې د ولسمشر ټرمپ له لوري پر جولان لوړو د اسراييلو د واکمنۍ په رسميت پېژندنه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له پرېکړه ليک سرغړونه ده.

عرب مشران وايي دوى به له امنيت شورا د ولسمشر ټرمپ د دغې پرېکړې د غندنې غوښتنه وکړي.

جولان غرونه اسراییل ته ولې مهم دي؟

ورځپاڼې: دوه زره افغان کارګر عربي اماراتو ته استول کېږي

د سعودي لوی زندان کې د عرب- امریکایي ډاکټر ربړونه

خو په تونس کې د عربي هېوادونو سر مشريزه ظاهرا وروسته له هغه يو څه ناندريزه شوه چې د عرب ليګ سرمنشي احمد ابوالغيط پر ايران او ترکيې په عربي هېوادونو کې د لاسوهنې تور پورې کړ چې په وينا يې سيمه کې شته کړکېچ يې اوږد او پېچلى کړى.

دا لومړى ځل دى چې د ايران سربيره په عربي هېوادونو کې پر ترکيې د داسې لاسوهنې تور پورې کېږي چې ګواکې کړکېچ رامنځته کوي.

غونډه کې د بي بي سي خبريال وايي د قطر امير تونس ته له رسېدو څو ساعته وروسته، وړاندې له دې چې ورته د وينا وار ورسېږي د احتجاج په ډول له غونډې ووت او د هوايي ډګر په لور روان شو.

داسې برېښي چې له غونډې د قطر د امير وتل د عرب ليک د سرمنشي د وينا پر وړاندې احتجاج و ځکه نوموړي پر ترکيې عربي هېوادونو کې د لاسوهنې تور پورې کړى و او ترکيه د سعودي عرب او قطر ترمنځ راپورته شوي جنجال کې چې د دغه هېواد د اقتصادي کلابند لامل شوى له قطر سره ډېره مرسته کړې.

د انځور حقوق EPA
Image caption د عرب ليګ سرمنشي احمد ابوالغيط پر ايران او ترکيې په عربي هېوادونو کې د لاسوهنې تور پورې کړ چې په وينا يې سيمه کې شته کړکېچ يې اوږد او پېچلى کړى.

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير ابراهيم عساف هم پر ايران تور پورې کړ چې ګواکې عربي نړۍ يې له سترې ننګونې سره مخ کړې.

د ښاغلي عساف په وينا ايران د خپلو مليشو او سپا پاسداران له لارې په سوريه، عرق، لبنان او يمن کې څرګنده لاسوهنه کوي.

نوموړي د ايران دا کړنه د ترهګرۍ او توندلارۍ تر ټولو خطرناک ډول وباله.

ښاغلي عساف له عربي هېوادونو وغوښتل چې د ايران د بالستيک توغنديو پر وړاندې بايد په همغږي ډول ګام پورته کړي.

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير د يمن د حوثي ياغيانو له لوري پر سعودي عربستان شويو توغنديزو بريدونو ته هم اشاره وکړه او وې ويل چې دا توغندي ګواکې د ايران له لوري حوثيانو ته ور کړل شوي دي.

خو ايران دا ادعاوې رد کړي.

د سعودي عربستان دغو چارواکو له عربي هېوادونو دا هم وغوښتل چې د فلسطيني دولت جوړېدل او اسراييلو سره سوله دې د مهمې او محوري مسلې په توګه په پام کې ونيسي.