''چرسو کې انساني فضله مواد شامل دي''

چرس د انځور حقوق Getty Images
Image caption اسپانیا کې چرس په قانوني توګه ممنوع دي، خو د شخصي اتسعمال لپاره یې په تخنیکي توګه د کرلو اجازه ورکول کېږي

یوه څېړنه ښيي د اسپانیا مدرید ښار په لارو کوڅو کې پلورل کېدونکو چرسو کې تر خطرناک حده انساني فضله مواد شامل دي. ماهرینو په ۹۰ څېړل شویو بېلګو کې خطرناک مکروبونه او مرخیړي موندلي دي.

ویل کېږي د هغو بېلګو حالت نور هم ناوړه و چې د ګولیو په بڼه په کوچنیو پلاستیکي غوټو کې له بهره په قاچاق راوړل کېږي. اسپانیا کې د چرسو پېر، پلور او واردول د قانون له مخې ممنوع دي.

دغه راز په عام محضر کې هم د چرسو استعمال ممنوع دی، خو د شخصي استعمال لپاره او په داسې توګه یې د کرلو اجازه ورکول کېږي، چې د ولس له نظره پناه وي او په شخصي توګه استعمال شي.

درمل پېژندونکي جوز مانویل مورینو پاریز، د څېړنې لپاره مخامخ له هغو کسانو چرس راټول کړي چې لارو کوڅو کې یې پلوري او هدف یې دا و، چې معلومه کړي ایا دغه مخدره مواد د انسانانو د استعمال وړ دي او که نه.

د دوی د څېړنې پایلې په 'فورنسیک ساینس اڼترنېشنل ' کې خپرې شوې دي.

چرس؛ پاکستان کې د ماشومانو نشه؟

افغانستان: نژدې یو میلیون کسان چرس څکوي

د دوی څېړنه کې ثابته شوه چې غوټیو ته ورته پلاستیکي بېلګو کې تر ۹۳ سلنې پورې د اي. کوولي په نامه میکروب خطرناکه کچه شامله وه.

په لس سلنه چرسو کې بیا د اسپیرګیلوس په نامه خورا خطرناک مرخیړي موندل شوي چې د ماهرینو په خبره د انسانانو روغتیا ته ډېر مضر کېدای شي.

ماهرین وايي د ارزول شویو بېلګو لویه برخه یانې ۸۸ اعشاریه درې سلنه دغه چرس د انسانانو د استعمال وړ نه دي.

ښاغلي پیریز وروسته له ځايي ورځپاڼې 'ایلپایس ' سره خبرو کې د چرسو ککړتیا او بوی په اړه خبرې کړې.

نوموړی وايي داسې ځکه کېږي، چې هېواد ته چرس په کوچنیو ګولیو کې راوړل کېږي او دغه ګولۍ قاچاق وړونکي د خولې له لارې تېروي او بیا یې تشناب کې د فضلې په توګه له بدنه خارجوي، چې وروسته بیا د چرسو پلورونکو لاس ته رسېږي او په لارو کو څو کې د همدې پلاستیکي ګولیو په بڼه پلورل کېږي.