د دې اوونۍ تر ټولو غوره خبري عکسونه

په تېره اوونۍ کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو غوره شوي خبري عکسونه.

د برتانیا د شاهي قصر بکنګهم یوه کار کوونکې د ملکې ویکټوریا له یوه جوړه ځانګړو کالیو سره د یوه نندارتون تر پرانستل کېدو وړاندې چې د ملکه ویکټوریا د ژوند په اړه دی. د انځور حقوق Hannah McKay/REUTERS
Image caption د برتانیا د شاهي قصر بکنګهم یوه کار کوونکې د ملکې ویکټوریا له یوه جوړه ځانګړو کالیو سره د یوه نندارتون تر پرانستل کېدو وړاندې چې د ملکه ویکټوریا د ژوند په اړه دی.
وروسته له دې چې د الجزایر ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه خپله استعفا وړاندې کړه الجزایریان له ملي بیرغونو سره په خوشحالۍ لارو او کوڅو ته ووتل. د انځور حقوق Ramzi Boudina/REUTERS
Image caption وروسته له دې چې د الجزایر ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه خپله استعفا وړاندې کړه الجزایریان له ملي بیرغونو سره په خوشحالۍ لارو او کوڅو ته ووتل.
د پاریس د لوفغ په انګړ کې فرانسوي هنرمن جې اېغ د دغه ښیښه يي حرم د دېرش کلنۍ په پار دا درې بعدي انځور جوړ کړ. خو په څو ساعتونو کې د سیلانیانو د ګرځېدو له امله بېرته ویجاړ شو. د انځور حقوق JR-ART. net / AFP
Image caption د پاریس د لوفغ په انګړ کې فرانسوي هنرمن جې اېغ د دغه ښیښه يي حرم د دېرش کلنۍ په پار دا درې بعدي انځور جوړ کړ. خو په څو ساعتونو کې د سیلانیانو د ګرځېدو له امله بېرته ویجاړ شو.
تر ټاکنو وروسته د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان پلویانو خوشحالي څرګنده کړه. د انځور حقوق Kemal Aslan/REUTERS
Image caption تر ټاکنو وروسته د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان پلویانو خوشحالي څرګنده کړه.
د یونان په شمال کې د دیاواتا ښارګوټي کې وروسته له هغه پولیس او کډوال سره ولوېدل چې پولیسو کډوال نه پرېښودل د نورو اروپايي هېوادونو پر لور خپل سفر ته ادامه ورکړي. د انځور حقوق Alexandros Avramidis/REUTERS
Image caption د یونان په شمال کې د دیاواتا ښارګوټي کې وروسته له هغه پولیس او کډوال سره ولوېدل چې پولیسو کډوال نه پرېښودل د نورو اروپايي هېوادونو پر لور خپل سفر ته ادامه ورکړي.
د سوریې د نوي کال د لمانځلو په ترڅ کې د دمشق په زاړه ښار کې، دروېشان په خان اسد باچا کې لیدل کېږي. د انځور حقوق YOUSSEF BADAWI/EPA
Image caption د سوریې د نوي کال د لمانځلو په ترڅ کې د دمشق په زاړه ښار کې، دروېشان په خان اسد باچا کې لیدل کېږي.
تر شپاړس کلنو ټیټو د ځغاستې سیالۍ چې د آسټرالیا په سډني کې ترسره شوې. د انځور حقوق Matt King/Getty Images
Image caption تر شپاړس کلنو ټیټو د ځغاستې سیالۍ چې د آسټرالیا په سډني کې ترسره شوې.

د عکسونو د چاپ حق د هغو کسانو دی چې په هر یوه کې یې نوم لیکل شوی.

اړونده مطالب