پاکستان کې ډالر ولې ورځ تر بلې ګرانېږي؟

ڈالر د انځور حقوق Getty Images
Image caption روانه اونۍ پاکستان کې د یوه ډالر بیه ۱۴۸ روپۍ وه

د پاکستان د حکومت له ډاډګیرنو سره سره په روانه اونۍ کې د دې هېواد په پرانیستي بازار کې د امریکایي ډالر بیه ۱۴۸ کلدارو ته ورسېده، چې پخپله یو رېکارډ دی. د دې وضعیت په غبرګون کې حکومت اعلان وکړ چې د ډالرو د ذخیره کولو پر ضد به ګامونه اخلي.

په دې لیکنه کې د ډالر په اړه ځینو مهمو ټکو ته کتنه شوې، لکه دا چې په پاکستاني بازار کې د ډالر د بیې ټاکلو تګلاره څه ده، د اوسني وضعیت تر شا لاملونه څه دي، پر یو عادي وګړي د دې وضعیت اغېز څه دی، د ډالرو ذخیره کول څه اغېز لري او حکومت د دې حالت کابو کولو لپاره څه کوي.

د اقتصادي چارو خبریال خرم حسین وایي، په پرمختللې نړۍ کې د ډالر بیه ازاد بازار ټاکي. نوموړی وایي، د ډالر بیه هله لوړېږي چې غوښتنه یې ډېره وي، خو بازار کې ډالر کم وي.

خو پاکستان کې کیسه یو څه بدله په دې ده چې هلته د ازاد بازار ترڅنګ بانکونه هم په خپلو منځو کې د ډالرو کاروبار کوي او په دې توګه یې بیه هم ټاکي.

پاکستانی حکومت او دولتي بانک یې هم د ډالرو د بیې په ټاکلو کې لاس لري او په دې موخه په ازاد بازار کې مداخله کوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption پاکستان کې د ډالر بیه بانکونه او ازاد بازار ټاکي

خبریال خرم حسین وایي، دا مهال د پاکستان د بانکونو ترمنځ د ډالر بیه ثبات لري او څوک یې نه ذخیره کوي، خو کیسه په ازاد بازار کې ورانه ده.

هلته ستونزه دا ده چې د اسعارو کاروباریان وایي، خلک ډالر اخلي، خو خرڅوي یې نه. د دې وضعیت پایله دا ده چې په بازار کې د ډالرو غوښتنه ډېره ده، خو ډالر کم دي.

خلک هم له دې وضعیته اندېښمن دي او ډالر اخلي او په کورونو کې یې ساتي، ځکه وېره لري چې د روپۍ بیه به نوره هم کمه شي.

د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر اشفاق حسن وایي، دې وضعیت تر شا اصل لامل دا دی چې حکومت به ډېر ژر د پیسو له نړیوالو صندوق نه پور اخیستلو ته اړ کېږي.

خو یاده اداره وایي، په پاکستان کې د اسعارو د تبادلې نرخ ښه نه دی، خو مخکې له دې چې موږ پور ورکړو، پاکستان باید دا وضعیت بدل کړي. په ساده ټکو کې داسې ویلی شو چې د پیسو نړیوال صندوق غواړي چې د پاکستانۍ روپۍ نرخ د ډالر پر وړاندې لوړ شي او ثبات دې هم ولري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کارپوهان وایي، دې وضعیت لامل دا دی چې پاکستان به ژر د پیسو له نړیوال صندوقه پور وغواړي

له همدې کبله حکومت او دولتي بانک اړ کېږي چې وخت نا وخت په ازاد بازار کې مداخله وکړي او د ډالرو نرخ وټاکي.

خو بل لور ته په پاکستان کې ګراني ورځ تر بلې ډېرېږي او د روپۍ نرخ هم ورسره لوېږي.

له همدې کبله خلک داسې ګومان کوي چې په اوږدمهال کې ګټه په دې کې ده چې ډالر سپما شي او په کور کې دې وساتل شي.

د دې وضعیت تاوان دا دی چې پورونه او د سود کچه لوړېږي. په تېر یوه کال کې پاکستان کې د سود کچه له کابو شپږ سلنو اوس کابو یولس سلنې ته لوړه شوې.

دا په دې معنی ده چې د دولت د بودیجې ډېره برخه په سود لګېږي، او دعام ولس د روغتیا، ښوونې او روزنې او نورو پراختیایي کارونو لپاره کمې روپۍ پاتې کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اوسني وضعیت کې پاکستانیان ډالر ذخیره کوي او کور کې یې ساتي

لنډه دا چې د دې وضعیت زور د عام وګړي له جېبه ووځي. پانګوال هم په داسې وضعیت کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

خبریال خرم حسین وایي، د دې وضعیت د کنترول لپاره د حکومت تګلاره سمه نه ده.

حکومت هڅه کوي چې په مداخلې سره ازاد بازار کې د ډالر ذخیرې مخه ونیسي او نرخ یې وټاکي، خو دا کار له ګټې ډېر تاوان کوي.

د بېلګې په توګه په ۲۰۰۸ کال کې هم حکومت د اسعارو د یو شمېر لویو کاروباریانو پر ضد ګام واخیست، خو دا خلک په درېیو کلونو کې بېرته خوشي شول او د حکومت ګام هېڅ ګټه ونکړه.

بلکې د حکومت مداخله یا ورته ګام پخپله دا ښيي چې پخپله حکومت هم د وضعیت په اړه اندېښمن دی او کومه چاره نلري.

ورته مطالب