ورځپاڼې: عمران خان له خپلې مېرمنې د جلا کېدو نیت نه لري

د انځور حقوق Getty Images
Image caption عمران خان له دې مخکې له جمایمه خان او له هغه مخکې یوې بلې مېرمنې سره واده درلود. دا عکس هم د جمایمه خان دی.

اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د پاکستان د لومړي وزيرعمران خان هغه څرگندونې راخيستې چې وايي هېڅکله به له خپلې مېرمنې بشرا بي بي جلا نشي.

عمران خان دا څرگندونې تېره شنبه له يوه تلويزيوني چينل سره په خبرو کې د هغو گنگوسو په ځواب کې کړې چې وايي گواکې عمران خان خپل ودني ژوند کې له ستونزو سره مخ دى او غواړي له خپلې دريمې مېرمنې هم جلا شي.

ورځپاڼه وايي پر بشرا بي بي له ٢٠١٨ م کال راهيسې چې نوموړې له عمران خان سره واده کړى د رسنيو پام ور ټول دى.

د گوگل د شمېرو پر بنسټ ٢٠١٨ م کال کې پاکستان کې پر دغه ويبپاڼې تر ټولو ډېر د بشرا بي بي په اړه د مالوماتو لټون شوى و.

ښاغلي خان ويلي د خپلې واکمنۍ په لومړيو سلو ورځو کې یې يوازې يوه ورځ رخصتي کړې وه او خپله مېرمن ستايي چې د دغو څه د پاسه دريو مياشتو په ترڅ کې يې سختۍ گاللې دي.

امريکايۍ نيويارک ټايمز ورځپاڼې افغانستان کې له طالبانو سره د خبرو لپاره د پخلاينې رهبرۍ شورا په نوم د يوې ډلې جوړېدل مهم بللي.

ورځپاڼه وايي دا يوه نښه ده چې طالبانو سره د سولې د خبرو پيلېدا په تړاو ټپ ولاړ حالت په ختمېدو دى. د سياسي گوندونو له مشرانو او پخوانيو او اوسنيو لوړ پوړو چارواکو جوړه دغه ډله به مرکچيان غوره کوي د خبرو اترو لپاره به هغوى ته ماموريت سپاري او د هغوى کار به څاري.

د ورځپاڼې په وينا امريکا هم د دغې شورا د رامنځته کېدو هرکلى کړى چې طالبانو سره د خبرو څرنگوالي په تړاو له مياشتو ناندريو وروسته جوړه شوې.

د شورا له لومړنۍ غونډې وروسته چارواکو وويل چمتو دي چې د باور جوړونې او مخامخ خبرو ته د لار هوارولو لپاره له نرمښت کار واخلي.

ورځپاڼه وايي دا چې ولسمشر غني د سولې د خبرو څارونکې شورا مشري کوي او کله چې له طالبانو سره مخامخ خبرې پيلېږي نو د نوموړي چارواکي به د مرکچي پلاوي غړي وي د هغه اندېښنه کمه کړې.

گارډين ورځپاڼه وايي يوه نوي رپوټ کې راغلي چې پلاستيکي بوتلونه اوس اروپا کې د ويالو، کانالونو او سيندونو تر ټولو لوى ککړونکي دي.

په دويمه کچه ککړونکي بيا د چاکليټو او چپسو د پاکټونو يا کڅوړو په گډون د خوراک توکو د پوښلو کاغذونه دي.

او دريم ځاى کې بيا د سگرټو پاتې شونې راځي. رپوټ وايي دغه راز خځلې وحشي ژويو او کبانو ته هم ستونزې جوړوي، پاکول يې ستونزمن دي او اوبو ته لار مومي.

د رپوټ موندنې ښېي چې پلاستيکو کڅوړو اوبو کې د خځلو يوازې يوه سلنه جوړوله چې دا د پلاستيکو د کارونې د کمولو په لړ کې د کلونو هڅو پايله ده.