سلو ورځو کې د اتو لکو کسانو وژل کېدل

روانڈا نسل کشی د انځور حقوق Getty Images
Image caption تتسي قبیله تر ډېره ووژل شوه

د روانډا د ټولو وګړو د لسمې برخې د توکم وژنې د ۲۵ تلین مراسم پیل شوي دي.

دې هېواد کې د سل ورځو وېر په دې کېږي چې د ۱۹۹۴ کال په سلو ورځو کې د روانډا اته لکه کسان ووژل شول.

ډېری وژل شوي د تتسي قبیلې خلک و او د هوتو قبیلي توندلارو په نښه کړل.

تتسي قبیله په روانډا کې اقلیت ده.

د روانډا ولسمشر پال کګامې پلازمېنه کیګالي کې د مړو په یاد شمع روښانه کړه.

ولسمشر د هغې باغي ډلې مشر و چې توکموژنه یې ختمه کړه.

روانډا کې دا یاد څنګه کېږي؟

ولسمشر کګامي د یوې اونۍ مراسو پیل هغه ځای کې د شمې بلولو سره وکړ چې شاوخوا دوه نیم لکه کسان پکې خاورو ته سپارل شوي دي.

تر توکم وژنې وروسته تراوسه واکمن ولسمشر ۶۱ کلن کګامي د پلازمېنې کیګالي په کنوېنشن سنټر کې وینا کوي.

ولسمشر کګامي اماهارو ملي سټیډیم کې د دوعا مراسمو مشري هم کوي.

د ملګرو ملتونو کارمنانو د توکم وژنې پر مهال د تتسي لږکیو د خوندیتوب لپاره دا سټیدیم کاراوه.

له توکم وژنې مخکې فرانسه د هوتو قبیلې د حکومت نږدې ملاتړې وه. فرانسه تورنه ده چې دا حالات یې له پام غورځول او بریدګر هوتو توندلاري یې روزل.

توکم وژنه څنګه پیل شوه؟

د انځور حقوق YASUYOSHI CHIBA
Image caption ولسمشر کیګامي د مراسمو پیلولو لپاره شمع بلوي.

د ۱۹۹۴ کال د اپرېل پر ۶ د هغه وخت د ولسمشر جوینل هابیاریمانا الوتکه په نښه شوه. دې برید کې ولسمشر او ټوله سپرلي ووژل شوه.

ولسمشر جوینل هابیاریمانا د هوتو قبیلې سړی و او هوتو توندلارو د تتسي یاغي ډله روانډن پیټریاټک فرنټ په دې برید تورنه کړه، خو دې ډلې دا تور رد کړ.

د وژلو او لوټلو دې منظمه هڅه کې هوتو ملېشو د تتسي قبیلې اړوند خلکو لېستونه جوړ کړل، ډېر خلک یې په خورا بد ډول ووژل.

د ځوانانو په ګډون یو ملېشه ځواک د واکمن ګوند د ځوانانو څانګې سره تړلی و.

دا ملېشه ځواکونه د تتسي نسل اړوند کسانو د موندلو لپاره سړکونو ته ووتل، د راډیو له لارې یې کرکجن اعلانونه کول، احساسات یې وپارول او کور په کور تلاشي یې پیل کړه.

توکم وژنه څنګه ختمه شوه؟

په نړیواله کچه د توکم وژنې د درولو لپاره ډېره هڅه ونه شوه. ملګرو ملتونو او د بلجیم پوځونه روانډا کې و، خو د ملګرو ملتونو پوځ د عملیاتو واک نه درلود.

د یوګانډا ملاتړې تتسي ملېشو یا ار پي اېف د کیګالي په لور پرمختګ وکړ، ور سره د هوتو قبیلې نږدې شل لکه کسان له هغه ځای وتښتېدل او ډېری یې کانګو جمهوریت کې کډوال شول.

ار پي اېف ملېشه هم د زرګونو هوتو کسانو په وژلو تورنه ده، خو دوی دا تور ردوي.

تنزانیا کې د روانډا لپاره د نړیوالې جنايي محکمې څانګې د هوتو توکم اړوند لسګونو کسانو ته په توکم وژنه کې د رول له امله سزا اورولې او د روانډا ټولنیزو محکمو کې د زرګونو هوتو کسانو دوسیې روانې دي.

اوسنۍ روانډا

توکم وژنې د روانډا پر ټولیز فکر او پرمختګ ژور اغېز کړی او اوس هم دغه هېواد کې پر توکم غږېدل بې قانونه دي.

خو د هېواد اقتصاد بیا سم شوی او د ولسمشر کګامي د پالیسیو له امله چټکه اقتصادي وده وشوه او ټیکنالوجي په چټک ډول پراختیا مومي.

۲۰۱۷ کال کې تر ۹۸ سنله ډېرو رایو سره کګامي دریم ځل ولسمشر شو.

اقتصادي وده یې نوره هم ښه شوې ده او د افریقا پرمختیايي بانک د رپوټ له مخې پر ۲۰۱۸ کال دغه هېواد ۷،۲ سلنه وده درلوده.

خو د ولسمشر نیوکګر نوموړی د امرانه خیالاتو څېښتن بولي او وايي د نظر اختلاف نشي زغملی.